سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

 
   

د افغانستان غوره لیګ پای لوبه د طوفان هرېرود په ګټه پای ته ورسېده او نومړې لوبډله د یاد لیګ اتله شوه

۲۸ تله, ۱۳۹۱

د افغانستان غوره لیګ پای لوبه ، نن د جمعې په ورځ چې د روان کال د تلې میاشتې له اته ویشتمې نیټې سره سمون خوري د افغانستان فټبال فدراسیون په لوبغالي کې د زرګونو نندارچیانو په وړاندې د سېمرغ البرز او طوفان هرېرود لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پایله کې لوبه  دوه د یو په وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده او یادې لوبډلې  د یاد لیګ طلایې مډال د ځان کړ،د یاد لیګ په سیالیوکې طوفان هریرود لومړي مقام، سېمرغ البرز دویم مقام او میوند اتلان دریم مقام ترلاسه کړ چې درې واړه لوبډلې له مډالو سرسره په نقدې جایزو هم وه نازول شوې.

دغه پای لوبه چې د ټولو تېرو لوبو په نسبت یې زیات نندارچیان ،ننداره کولو ته راغلي وه ،ماسپښین مهال په دوه بجو او دېرشو دقیقو سره پیل شوه ، لوبه له پیل څخه په ډیره سخته سیالۍ پیل شوه، دواړه لوبدلې د نندارچیانو له  ښه ګرم تشویق سره ملې وې  او هرې لوبډلې په سیال لوري سختې حملې پیل کړې خو طوفان هرېرود په لومړۍ دقیقه کې ګول ترسره کړ، د لوبې دغه لومړنی ګول د ۱۴ شمېرې درلودونکي ،معروف محمدي لخوا ترسره شو.

د لوبې په شپږدېرشمه دقیقه کې، طوفان هرېرود دوهم ګول هم ترلاسه کړ، دوهم ګول د ۱۰ شمېرې درلودونکي غلام رضا یعقوبي لخوا ترسره شو.

د لوبې  تر لومړۍ دمې پورې ،لوبه ۲/۰ دوه د صفر په وړاندې د طوفان هرېرود په ګټه روانه وه چې تردې دمې پورې سېمرغ البرز د ۴ شمېرې درلودونکي ثمرالدین سنايې او د طوفان هرېرود څخه د ۲ شمېرې درلودونکي حمیدالله حبیبي،۱۲ شمېرې درلودونکي نقیب الله بهادري  ته زېړکارت د لوبڅار لخوا نوموړو ته د لوبې د اوصولو څخه د سرغړاوي په اساس ورکړل شول.

د لوبې په یاده دمه کې د افغانستان سرکس د ماشومانو ټیم په زړه پورې ننداره ، نندارچیانوته هم وړاندې کړه .

د لوبې په ۶۱ دقیقه کې د ۱۴ شمیري درلودونکي معروف محمدي ته هم زیړ کارت د لوبڅار لخوا ورکړل شو.

د لوبې په دوهمه نیمايې کې دواړو لوبډلو ، یو د بل په وړاندې سیالي سخته کړه او یوې لوبډلې هم ونه شو کړای چې کوم ګول د خپل سیال په وړاندې ترسره کړي .

د لوبې په دوه اتیایمه دقیقه کې دوهم زیړ کارت د ۱۲ شمېرې درلودونکي نقیب الله بهادري ته په دې اساس د لوبڅار لخوا ورکړل شو چې مقابل لوبغاړی یې قصدي وغورځوه او نوموړی له لوبې بیرون کړ

د لوبې په وروستۍ لومړی دقیقه کې یعنې په یو نوی یمه دقیقه ۹۱ کې د لوبې وروستی ګول د ۷ شمېرې درلودونکي محمد حسین محمدي لخوا د سېمرغ البرز په ګټه تر سره کړ.

په پایله کې لوبه  دوه د یو په وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده او د یادې لوبډلې د ۵ شمېرې درلودونکي علی احمد یارزاده  د لوبې  غوره لوبغاړي ،غوره شو.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد لیګ په تېرو سیالیو کې طوفان هرېرود خپلو ټولو سیالانو ته  هم ماتې ورکړې وه.

نیاز محمد احمدزۍ-کابل

نیاز محمد - کابل

د دې پاڼې شریکول