سپینغر په خیتځ سیمه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د هېواد طبیعي پوله رامنځ ته کوي. دا غرونه د پاکستان له پېښور څخه پیلېږي او د لوېدیځ په لور د لورا تر درې (تنګۍ) پورې په افغانستان کې، د ۱۶۰ کیلومټره اوږدوالې سره غځېدلي. د دې غرونو تر ټولو لوړه څوکه (پېز)، ۴۷۶۱ مټره د سیند له لمن څخه لوړه ده چې زیاتره برخه یې په واورو کې پټ وي.
دا اوږده او ساړه غرونه، د بازانو لپاره مناسب استوګنځی دی. د دې متوسط الجثه مرغهګانو څخه په دودیز ډول افغانستان او د سیمې هېوادونو کې د ښکار لپاره ګټه اخیستل کېږي. بازان، د پیاوړي او ځانګړي سترګو درلودنې له امله پېژندل شوي ښکاري مرغهګان دي. «د سپینغر بازان» دې ځانګړتیا ته پاملرنې سره، د لوبې ډګر کې د خپل سیال پر وړاندې لوبېږي.
د سپینغر بازان، د ختیځ حوزې استازې، د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۴ کال کې د خپل اتلولۍ سرلیک څخه دفاعکونې په موخه، پلازمینې ته راغلل. دې لوبډلې د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په «ب» ډلې کې ځای وموند. له خواشینۍ سره د سپینغر بازان د کافي امتیازونو نه ترلاسه کونې له امله، و نه شوکولای د دې سیالیو د ډلهییز پړاو څخه وړاندې ولاړ شي. د سپینغر بازان د موجهای آمو پر وړاندې د ۰ – ۲ پایلې سره ماتې وخوړل او د خپل دوو نورو سیال لوبډلو، سیمرغ البرز او عقابان هندوکش پر وړاندې د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په ډلهییز پړاو کې تم شو.
کال | مقام | P | W | L | D | GF | GA | GD | Pts |
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
۲۰۲۰ | ۲ | ۳ | ۲ | ۱ | ۰ | ۵ | ۳ | ۲ | ۶ |
۲۰۱۹ | ۲ | ۲ | ۱ | ۱ | ۰ | ۵ | ۳ | ۲ | ۳ |
۲۰۱۸ | ۴ | ۳ | ۰ | ۲ | ۱ | ۴ | ۷ | -۳ | ۱ |
۲۰۱۷ | ۲ | ۶ | ۳ | ۲ | ۱ | ۶ | ۶ | ۰ | ۱۰ |
۲۰۱۶ | ۴ | ۳ | ۰ | ۱ | ۲ | ۲ | ۴ | ۲ | ۲ |
۲۰۱۵ | ۱ | ۶ | ۴ | ۱ | ۱ | ۱۵ | ۹ | ۶ | ۱۳ |
۲۰۱۴ | ۱ | ۶ | ۳ | ۱ | ۲ | ۱۴ | ۱۳ | ۱ | ۱۱ |
۲۰۱۳ | ۳ | ۳ | ۱ | ۲ | ۰ | ۲ | ۱۱ | -۹ | ۳ |
۲۰۱۲ | ۲ | ۳ | ۲ | ۰ | ۱ | ۳ | ۱ | ۲ | ۷ |