سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان غوره لیګ

د افغانستان غوره لیګ
څلورم فصل

مهم رسنیز حقایق
سپټمبر ۲۰۱۵

 

 

 

 

 

 

الف) د افغانستان غوره لیګ په افغانستان کې د فوټبال لومړنی مسلکي لیګ ده چې له سپورټ او حرفه ایی ورزش څخه يي تل ملاتړ کړی او دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي. دا لیګ د لیګ د مدیریت، د لوبو د رسمي قضاوت، د استعدادونو د مدیریت، د ورزشي لوبو د نشر او د هغوی د بازار موندنې په برخه کې د ډیرو ښو تجربو په درلودلو سره د افغانستان د ورزش د مسلکیتوب لپاره کار کوي.

ب) د افغانستان غوره لیګ په لوبو کې لوبیدونکي لوبغاړي د افغانستان د سیمه اییز مارکیټ په نظر کې نیولو سره د تر ټولو غوره مسلکي لوبغاړو په اندازه معاش تر لاسه کوي. 

ج) له هغه څخه مهمه دا چې د افغانستان غوره لیګ په خپل څلورم پړاو سیالیو کې ټولو لوبغاړو ته د هغوی لومړي ضرورتونه ور پوره کوي، لکه : ډوډۍ، د اوسېدو ځای، ترانسپورت او روغتیایي خدمات.

د) همدارنګه د افغانستان غوره لیګ، هغو لوبغاړو ته چې د مختلفو سپانسرانو په سوداګریزو اعلاناتو کې را څرګندیږي، مالي امتیازات په نظر کې نیولي دي.

هـ) له ټولو څخه مهمه خبره دا چې د افغانستان غوره لیګ هغو لوبډلو او لوبغاړو ته چې د دې لیګ په څلورم پړاو کې ځلیږي، لاندي نغدي جوایز په نظر کې نیولي دي:

  • اتله لوبډله میاشت)    ۷۵۰۰۰۰ افغانۍ
  • د دوهم مقام ګټونکې میاشت)    ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ
  • د لوبې غوره لوبغاړی (میاشت)    ۲۵۰۰۰ افغانۍ
  • د لوبې غوره لوبغاړی (نیمه میاشت)    ۱۰۰۰۰ افغانۍ
  • د لوبې غوره لوبغاړی (د وږي میاشت)    ۵۰۰۰ افغانۍ
  • د لوبې غوره لوبغاړی (د تلې میاشت)     ۵۰۰۰ افغانۍ
  • د ټورنمنټ غوره لوبغاړیمیاشت)    ۵۰۰۰۰ افغانۍ

و) د افغانستان غوره لیګ تل په دې هڅه کې دی تر څو د خپلو مالي ملاتړو (سپانسرانو) شمېر زیات کړي تر څو وکولای شي له هره پلوه ددې لوبو کیفي کچه لوړه او له بلې خوا په لیګ کې د لوبیدونکو لوبغاړو معاش زیات کړي.

ز) د افغانستان غوره لیګ دې ته ژمن دی تر څو د لیګ موده له دوو میاشتو څخه یوه کال ته لوړه کړي تر څو لوبغاړي وکولای شي د دایمي عاید او کار خاوندان شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ټینګه کړئ:
 
د افغانستان غوره لیګ
د تولنیزو رسنیو برخه
[email protected]
(+۹۳) ۷۸۴۷۸۲۰۰۲

د دې پاڼې شریکول