سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لوبډلې په هکله

«شاهین آسمایي»، د کابل استازی دی، د افغانستان پلازمېنه چې د هېواد اقتصادي – فرهنګي مرکز ګڼل کېږي او ۵ میلیونه اوسېدونکي لري. شاهین د هېواد یو له نامتو لوبډلو څخه ده. 

په انګرېزۍ ژبې کې شاهین ته، «فالکُن » وایي. دا ښکلی او دروند مرغه کولای شي په ډېره لوړه کچه الوتنه وکړي او خپل ښکار په ډېر ګړندي توګه ګیروي. د دې لوبډلې د نوم دوهمه برخه، «آسمایي»، د آسمایي ستر غرونه ښیي چې د کابل په لمن کې یې ځای موندلی. دا لوبډله هیله‎منه ده چې د سیالۍ په ډګرونو کې د خپل نښې «شاهین» په شان ګړندی او دروند ښکاره شي. 

د افغانستان غوره لیګ تاریخ ته یوې لنډې کتنې سره موږ کولای شو د دې لوبډلې د ویاړ او سترو لاس‎ته راوړنو په اړه پوه شو. 

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پچه‎اچونې پر اساس، شاهین په «الف» ډلې کې ځای وموند، چېرته چې دې لوبډلې وکولای شو په ډله‎ییز پړاو کې ۶ امتیازونه ترلاسه کړي. د پلازمېنې استازي وکولای شو د ۴ پرلپسې کلونو لپاره، نیمه‎پایلني پړاو ته خپله لاره هواره کړي. شاهین وکولای شو په بریالي توګه سیمرغ البرز ته ۱۰ – ۳ ماتې ورکونې وروسته، پایلني پړاو ته لاره ومومي. شاهین آسمایي چې د دوو ځلو لپاره د اتلولۍ ساتونکي په توګه خپل نوم ثبت کړی وو، دې سیالۍ کې هم بریالی شو چې د ۲ – ۱ پایلې سره اتلولي ترلاسه کړي. 

دا دریم ځل دی چې د شاهین نوم د افغانستان غوره لیګ د اتل په توګه د دې لیګ په تاریخ کې لیکل کېږي. 

 

د لوبډلې ځایګی

کال مقام P W L D GF GA GD Pts
۲۰۲۰ ۱ ۳ ۲ ۰ ۱ ۷ ۲ ۵ ۷
۲۰۱۹ ۱ ۲ ۲ ۰ ۰ ۳ ۱ ۲ ۶
۲۰۱۸ ۱ ۵ ۴ ۱ ۰ ۷ ۲ ۵ ۱۲
۲۰۱۷ ۱ ۶ ۵ ۱ ۰ ۱۵ ۱۱ ۴ ۱۵
۲۰۱۶ ۱ ۶ ۴ ۲ ۰ ۱۸ ۷ ۱۱ ۱۲
۲۰۱۵ ۳ ۱ ۰ ۱ ۰ ۱ ۳ ۰
۲۰۱۴ ۱ ۶ ۴ ۱ ۱ ۱۷ ۸ ۲ ۱۳
۲۰۱۳ ۲ ۲ ۲ ۰ ۱ ۴ ۱ ۳ ۷
۲۰۱۲ ۳ ۳ ۱ ۲ ۰ ۴ ۴ ۰ ۳
 

د دې پاڼې شریکول