سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لوبډلې په هکله

«طوفان هریرود» د افغانستان د سهیل‎لوېدیځ حوزې استازی ده. دا لوبډله په ۱۳۹۱ کال کې، د افغانستان غوره لیګ د لومړې اتل په توګه وپېژندل شوه. 

د هریرود (رود) چې له ۱۱۰۰ کیلومټره څخه زیات اوږدوالې لري، د هندوکش غرونو لړۍ څخه پیلېږي او د یادې سیمې د بارانونو او واورو څخه مړېږي. دا رود د شمال‎لوېدیځ په لور تر هغه ځایه پورې مخ ته ځي چې د ایران او افغانستان پوله جوړوي، وروسته د خپل لارې په دوام کې ایران او ترکمنستان له یو بله څخه جلا کوي. 

طوفان هریرود، د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ په تمه پیل کړ. دې لوبډلې د هرات ولایت د لوبغالې پر مصنوعي چمن باندې د تمرین امکانات په واک کې درلودل. همدارنګه، دې لوبډلې د خپل اتلولۍ چانس زیاتوالې لپاره او د دې لپاره چې ځان د اتلولۍ په اړه په پوره توګه ډاډه کړي؛ د ملي لوبډلې ځینې پېژندل شوي لوبغاړي لکه مصطفا افشار، انور اکبري، او فردین حکیمي په دندې وګومارل. په دې څپرکې کې، طوفان هریرود په «الف» ډلې کې ځای وموند. له خواشینۍ سره دې لوبډلې د دوو بریاوو سربېره و نه شو کولای نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. 

د فیفا – افغانستان غوره لیګ د مېړانې لوبې ډالۍ طوفان هریرود ته ورکړل شوه. 

د لوبډلې ځایګی

کال مقام P W L D GF GA GD Pts
۲۰۲۰ ۱ ۳ ۳ ۰ ۰ ۷ ۱ ۶ ۹
۲۰۱۹ ۱ ۲ ۲ ۰ ۰ ۴ ۲ ۲ ۶
۲۰۱۸ ۱ ۵ ۵ ۰ ۰ ۱۲ ۰ ۱۲ ۱۵
۲۰۱۷ ۳ ۳ ۱ ۱ ۱ ۹ ۵ ۴ ۴
۲۰۱۶ ۳ ۳ ۲ ۱ ۰ ۴ ۱ ۳ ۶
۲۰۱۵ ۳ ۳ ۱ ۱ ۱ ۵ ۷ ۴
۲۰۱۴ ۳ ۳ ۱ ۱ ۱ ۴ ۴ ۰ ۴
۲۰۱۳ ۱ ۲ ۲ ۰ ۰ ۱۱ ۳ ۸ ۷
۲۰۱۲ ۱ ۳ ۳ ۰ ۰ ۱۲ ۱ ۱۱ ۹
 

د دې پاڼې شریکول