سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

په ۱۳۹۳ څپرکي کتنه – موج های آمو

۸ مرغومی, ۱۳۹۳

موج های آمو د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۳ څپرکي په لړ کې، د خپلې لومړۍ بریا په ترلاسه کولو سره د یوه یرغل کوونکي ټيم په قالب کې د ښکارېدو په موخه، خپلې هڅې ښکاره کړې. د وږي په ۲۷ نېټه، د دې څپرکي په پایلوبې کې، هغوی د ۲ – ۰ پایلې سره "د اباسین څپې"  ټیم څخه تېر شول چې دا ګولونه د دې لوبډلې د یرغل کوونکي "مسعود" له خوا ترسره شول. د لوبې وروسته مسعود څرګنده کړه چې دا بریا د ده لوبډلې ته څومره ارزښت درلود: «په سیالیو کې د څو پر لپسې ماتو څخه وروسته، زما د ټیم ځینو لوبغاړو دا هېره کړه چې بریا څه احساس لري. بریا اعتیاد رواړونکې ده او اوس چې موږ خپله لومړۍ بریا تجربه کړه، هیله من یو چې د ۱۳۹۴ څپرکي په سیالیو کې هم په همدغه توګه ادامه ورکړو او د نیمه پایلوبې په پړاو کې لوبه وکړو. 

موج ها آمو، د افغانستان روشن غوره لیګ د سیالیو د فینالسټانو یعنی د شاهین آسمایی او عقابان هندوکش لوبډلو څخه وروسته ، په خپله ډله کې دریم ځای وموند. د ډله ییزو سیالیو په لړ کې، هغوی وکولای شول چې ددې دوو پیاوړو لوبډلو په وړاندې ښه لوبه له ځانه نندارې ته وړاندې کړي، خو په دواړه لوبو کې یې ماته وخوړه. د عقابان هندوکش او شاهین آسمایي په وړاندې د دوی د کتنو پایلې په ترتیب سره ۲-۵ او ۲-۴ وې. کله چې له هغوی نه پوښتنه وشوه چې د موجهای آمو ځوانې لوبډلې ددې ماتې نه څه زده کړل، نو لعل پاچا، ددې لوبډلې یرغل کوونکي داسې وویل: «موږ زده کړل چې کولای شو د لیګ د غوره ټیمونو سره هم سیالۍ وکړو. موږ باید د لوبې تر پایه خپلو هڅو ته دوام ورکړو او کله چې د سیال ټیم څخه مخکې یو وکولای شو لوبه په خپل کنټرول کې ونیسو.»

که څه هم ۱۳۹۳ کال د موج های آمو د خپرونې سره سم مخ ته نه ولاړ، هغوی د حرفه یې ټیم په تاریخ کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه. اوس چې هغوی د بریا خوند څکلی، دا فرصت لري تر څو دا انرژي راتلونکي څپرکي ته له ځان سره ولېږدوي او په ۱۳۹۴ کال کې خپل ځان نیمه پایلوبې ته ورسوي. 

د دې پاڼې شریکول