سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د لوبډلې په هکله

د «سیمرغ البرز» لوبډله، په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې د افغانستان غوره لیګ دوهم مقام ګټونکی، دا لوبډله د افغانستان شمالي ولایتونو څخه استازېتوب کوي چې د البرز غر تر سیورې لاندې یې ځای موندلی. 

سیمرغ یا ورک مرغه د پخواني کیسو پر اساس یو دروند (ویاړمن) مرغه دی چې د فارسي او پښتو ژبې ادبیاتو په نامتو شعرونو او کیسو کې ترې یادونه شوې ده. دا لویه مرغه کولای شي د ناروغیو درملنه وکړي، په پټو رازونو پوهېږي او همدارنګه، پاک روح، ښکلي وزرونه او نېک سوچ لري. 

سیمرغ البرز د دې څپرکې په «ب» ډلې کې ځای درلود او په نیمه‎پایلني پړاو کې یې د ۳ – ۱۰ پایلې سره د شاهین آسمایي څخه ماتې وخوړل. دې لوبډلې وکولای شو په څېړه‎لوبې کې موج‎های آمو ته ماتې ورکړي او د دې څپرکې دریم مقام خپل کړي. 

منیرالحق ندیم، مصطفا رضایي، او حکمت‎الله مرادي د دې لوبدلې ځینې ځانګړي او پېژندل شوي څېرې دي. سیمرغ البرز د ۱۳۹۴ کال څپرکې په پرتله، غوره وځلېد او ښې لاسته‎راوړنې یې درلودې. 

 

د لوبډلې ځایګی

کال مقام P W L D GF GA GD Pts
۲۰۲۰ ۲ ۳ ۱ ۱ ۱ ۷ ۴ ۳ ۴
۲۰۱۹ ۲ ۱ ۱ ۱ ۰ ۴ ۱ ۳ ۳
۲۰۱۸ ۳ ۲ ۱ ۱ ۰ ۳ ۴ ۳
۲۰۱۷ ۲ ۶ ۱ ۳ ۲ ۶ ۷ ۵
۲۰۱۶ ۲ ۶ ۳ ۱ ۱ ۱۲ ۱۵ ۴
۲۰۱۵ ۴ ۳ ۱ ۲ ۰ ۶ ۶ ۰ ۳
۲۰۱۴ ۴ ۳ ۰ ۳ ۰ ۳ ۸ ۰
۲۰۱۳ ۲ ۳ ۱ ۰ ۲ ۱۰ ۳ ۵ ۵
۲۰۱۲ ۲ ۳ ۲ ۱ ۰ ۷ ۷ ۰ ۶
 

د دې پاڼې شریکول