د «میوند اتلان» لوبډله د کندهار، نیمروز، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو استازېتوب کوي. دا نوم د کندهار په یو شمالي ولسوالۍ پورې اړوند دی. دا ولسوالۍ د «میوند جګړې – د افغان – انګرېز دوهمې جګړې» له امله ځانګړې نامتووالې لري چې د ۱۸۸۰ کال جولای په میاشتې کې رامنځ ته شوه.
په دې جګړې کې چې د ایوبخان تر واکمنۍ لاندې ترسره شوه؛ د انګرېزانو دوه اردو د ماتې سره مخامخ شوه په داسې حال کې چې دا جګړه زیاتره د مېرمن «ملالې» له امله نامتو ده ځکه چې هغه د افغان ځواکونو د کمزورتیا سره سم د جګړې ډګر کې ودرېدل او افغان ځواکونه یې د دښمن پر وړاندې جګړې ته وپارول.
د میوند اتلان لوبډله یوازې یو ځل په ډلهییز پړاو کې د شاهین آسمایي پر وړاندې د یوې ماتې پرته، نور د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال ټولو سیالیو کې ښه وځلېدل. میوند د دې څپرکې «الف» ډلې کې ځای درلود. دا لوبډله په ډلهییز پړاو کې د موجهای آمو پر وړاندې بریا سره، د اتلولۍ سرلیک ګټنې په موخه، پایلنې سیالۍ ته ولاړه. په داسې حال کې چې، پایلنې سیالۍ کې یې د شاهین آسمایي څخه ماتې وخوړل او په دې توګه یې د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دوهم مقام خپل کړ. یارمحمد ذکرخېل د دې ټورنمنټ د غوره لوبغاړي مقام ترلاسه کړ.
کال | مقام | P | W | L | D | GF | GA | GD | Pts |
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
۲۰۲۰ | ۳ | ۳ | ۰ | ۱ | ۲ | ۳ | ۵ | -۲ | ۲ |
۲۰۱۹ | ۴ | ۱ | ۰ | ۱ | ۱ | ۱ | ۵ | -۴ | ۱ |
۲۰۱۸ | ۲ | ۴ | ۲ | ۲ | ۰ | ۴ | ۴ | ۰ | ۶ |
۲۰۱۷ | ۱ | ۶ | ۳ | ۱ | ۲ | ۱۶ | ۱۰ | ۶ | ۱۱ |
۲۰۱۶ | ۲ | ۶ | ۴ | ۲ | ۰ | ۱۰ | ۵ | ۵ | ۶ |
۲۰۱۵ | ۲ | ۶ | ۳ | ۲ | ۱ | ۱۲ | ۹ | ۳ | ۱۰ |
۲۰۱۴ | ۲ | ۶ | ۲ | ۳ | ۱ | ۲۰ | ۲۰ | ۰ | ۷ |
۲۰۱۳ | ۴ | ۳ | ۰ | ۳ | ۰ | ۱ | ۶ | -۵ | ۰ |
۲۰۱۲ | ۱ | ۳ | ۲ | ۰ | ۱ | ۷ | ۲ | ۵ | ۷ |