سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

په ننۍ لوبه کې اتلان سره مخامخ کیږي

۱۲ وږی, ۱۳۹۴

د شاهین آسمایی او طوفان هریرود لوبډله د افغانستان غوره لیګ روشن سیالیو په لړ کې نن خپله دوهمه لوبه تر سره کوي. دا لوبه به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې نن مازیګر څلور بجې تر سره شي.

شاهین دوه ځلې ددې سیالیو اتل پاتې شوی ده خو طوفان هریرود بیا د سیالیو په لومړي کال کې توانیدلی وو چې د اتلولۍ جام په سر پورته کړي.

ننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډیره مهمه ده، خصوصاً شاهین آسمايي به کوښښ کوي تر څو ننۍ لوبه وګټي تر څو بلې مرحلې ته د تلو هیلې ژوندۍ وساتي.

شاهین آسمايي په ډيرې ناباورۍ سره خپله لومړۍ لوبه د سیمرغ البرز په وړاندي د ۱-۳ په پایلې سره وبایلله، دوی په دې کارګردګۍ سره خپل مینه وال سخت خفه کړل. د دوی یوازینی ګول هم د یوې پینالټي ضربې په واسطه د سمیع الله محمدي له خوا تر سره شو.

شاهین که ننۍ لوبه وبایلې نو بلې مرحلې ته د تګ چانس به ونه لري. د دې لوبډلې مرستیال روزنکې بشیر احمد سادات د افغانستان د فوټبال غوره لیګ روشن له رسمي پاڼې سره په خبرو کې وویل چې "موږ د یو منسجمې لوبډلې په توګه لوبه ونشوه کولی ، موږ په دئ پوهیږو، موږ خپلې غلطیانې درک کړي دې او د طوفان په وړاندې به له دې غلطیانو څخه مخنیوی وکړو".

طوفان خپله لومړۍ لوبه د میوند اتلانو په وړاندي تر سره کړه او دا لوبه يي د ۲-۲ په پایلې سره مساوي پای ته ورسوله، دوی په دې لوبه کې غښتلې معلومیدل او د یو منسجم ټیم په توګه یې لوبه وکړه، خو دوی د ننۍ لوبې له سخت والي څه ښه خبر دي.

د طوفان هریرود مرستیال روزونکې ښاغلي سید معین حمیدي له موږ سره په خبرو کې وویل چې "شاهین لوبډله یوه  غښتلې لوبډله ده او دوی ته ماتې ورکول به څه آسان کار نه وي" خو ده زیاته کړه چې د دوی لوبډله دې چلینج ته تیاره ده او د شاهین په وړاندي به نن خپل زور وازمويي.

له ۱۳۹۲ نیمه پایلوبو وروسته دا د دواړه لوبډلو لومړنی ځل دی چې له یو بل سره مخامخ کیږي، د ۹۲ کال په نیمه پایلوبو کې شاهین د ۳-۲ په پایلې سره طوفان هریرود ته ماتې ورکړې وه.

ننۍ لوبه به د سږ کال تر ټوله غټه لوبه وي نو له مینه والو څخه هیله کیږي چې د ننۍ لوبې لیدل له لاسه مه ورکوئ!
د سږ کال د ګروپي مرحلې ټولي لوبې به د ماسپښین په څلور بجو پیل کیږي. دا لوبي به په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر تلویزیونو او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام رادیوګانو له لاري د لیدلو او اوریدلو وړ وي..
تاسو همدارنګه کولای شي د لاندي لینک په مرسته په یوټیوب باندي دا لوبې وګورئ:
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول