سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

په برخلیک ټاکونکې لوبه کې د طوفان او سیمرغ مخامخ کېدل

۲۶ وږی, ۱۳۹۴

ننۍ لوبه د ب ګروپ یوه تر ټوله مهمه لوبه ده. په دې لوبه کې د دواړو سیمرغ او طوفان لپاره تر دې لوړ امتیاز نشته چې د لوبې په ګټلو سره وکولای شي د لوبو بل پړاو ته لار پیدا کړي.

شاهین آسمایی له دې ګروپ څخه وار د مخه د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د لوبو بل پړاو ته لاره پیدا کړې ده. د ننۍ لوبې ګټونکی به د شاهین ګامونه تعقیب کړي خو د دې کار تر سره کول د یوې لوبډلې لپاره هم آسانه کار نه وي.

سیمرغ البرز په خپله لومړۍ لوبه کې د شاهین آسمايي په وړاندي هیښونکې لوبه وکړه او ویی کولای شي دې لوبډلې ته د ۳-۱ په پایلې سره سخته ماتې ورکړي. په دې لوبه کې د سیمرغ لوبډلمشر منیرالحق ندیم له انتظاراتو څخه پورته لوبه وکړه او ويي کولای شول چې دوه ښکلې ګولونه تر سره کړي.

سیمرغ په خپله دوهمه لوبه کې له اتلانو سره مخامخ شو. په دې لوبه کې  اتلانو وکولای شول چې د ۲-۱ په پایلې سره سیمرغ ته ماتې ورکړي. سیمرغ له خپلو دوو لوبو څخه تنها ۳ امتیازونه لري، که چیرته سیمرغ وکولای شي ننۍ لوبه هم وګټي نو په دې سره به وتوانیږي د لوبو بل پړاو ته بې له شکه لار پیدا کړي.

طوفان خپله لومړۍ لوبه له اتلانو سره د ۲-۲ په پایلې سره مساوي کړه. خو دوی بیا خپله دوهمه لوبه د ۳-۰ په پایلې سره شاهین آسمایي ته پریښوده. طوفان تر دې مهاله تنها د یوه امتیاز په ګټلو سره د لوبو بلې مرحلې ته د تلو لپاره باید ننۍ لوبه وګټي او همدارنګه له دوه څخه زیات ګولونه تر سره کړي.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول