سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

موج های آمو لوبډله لېواله ده چې د ګروهي پړاو څخه پورته ولاړه شي

۲۶ چنګاښ, ۱۳۹۴

د حیرانوونکي سیمه‏ییزو ټورنمنټونو د پای څخه وروسته چې د افغانستان په ۸ سیمو کې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته ۸ لوبډلو لپاره د ۲۶ لوبغاړو د ټاکلو لپاره ترسره شول، اوس د لوبډلو خپل‏منځي لوبو ته نوبت رارسېدلی چې د هرې لوبډلې ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا د هغو ۲۶ لوبغاړو لپاره پایلنی ټسټ دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبډلو لپاره ټاکل شوي دي.

په ۱۳۹۳ کال کې، «موج هاي آمو» وکولی شول د افغانستان روشن غوره لیګ د تېرو درېو څپرکو په لړ کې خپله لومړنۍ بریا «د اباسین څپې» لوبډلې پر وړاندې ۰-۲ په پایلې سره ترلاسه کړي. تېر څپرکی، د هغوی لپاره یو حیرانوونکی څپرکی وو ځکه چې هغوی په ګروپي پړاو کې د پیاوړو لوبډلو لکه شاهین آسمایي او عقابان هندوکش پروړاندې ښه لوبه ترسره کړه. په تېر کال کې د دې لوبډلې لومړنۍ بریا د ترلاسه کولو سره، د دې لوبډلې لوبغاړي او پلویان هیله‏من دي چې د ۱۳۹۴ څپرکي نیمه پایلوبو پړاو ته به لار پیدا کړي.

د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو او برملا کولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي؛ هغه فرصتونه چې د هغوی د شخصي او مسلکي ژوند په وده کې ورسره مرسته کوي.

په دې کال کې، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی به د غوره لیګ له پیاوړو لوبغاړو څخه؛ په ملي لوبډله کې د شتون لپاره بلنه وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ ټورنمنټ، د افغانستان ترټولو لوی فوټبالي پېښه، د ۱۳۹۴ کال د وږي په ۵ په لاره اچول کېږي.

د دې پاڼې شریکول