سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

موج های آمو د افغانستان روشن غوره لیګ په سیالیو کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

۲۷ وږی, ۱۳۹۳

د موج های آمو او اباسین څپې د عقابان هندوکش او شاهین آسمايي په وړاندې خپلې تېرې دوه لوبې بایللې وې. دې دوو ټیمونو په خپلو دوو تېرو لوبو کې په بشپړه توګه ۱۹ ګولونه خوړلي ول. نن دا دوه ټیمونه په داسې حال کې د یو بل په وړاندې لوبه ترسره کوی چې د وروستۍ نیمې په پړاو کې د شتون هیڅ هیله نلري. 

د نن ورځې لوبه د حیثیتي اړخه د دواړو ټیمونو لپاره باارزښته وه او د کور ته تګ څخه مخکې د بریا د ترلاسه کولو لپاره یوازینی فرصت وو. موج های آمو د سیالۍ په لړ کې په توپ او ډګر باندې واک درلود او د اباسین څپې په پرتله یې لازیات فرصتونه رامنځته کړل. 

څارونکي د لوبې په سر کې د موج های آمو په ګټه یو پنالټي ونیوه خو د اباسین څپې دروازه ساتونکي د لیدو وړ کړنې سره د دې ضربې د ګول کېدو څخه مخنیوی وکړ. د لوبې په شلمه دقه کې، د دې ډګر ستوري، مسعود قاري زاده د اباسین څپې د دروازه ساتونکي د لاسونو څخه لرې د یوې ضربې سره، د موج های آمو ټیم په ګټه یو ګول ترسره کړ او د ۱ – ۰ پایلې سره یې مخ ته کړ. هغوی د همدې پایلې سره د جامو بدلولو ځای ته ولاړل.  

د دوهمې نیمې کیسه هم د لومړۍ نیمې په څېر وه. د موج های آمو کلکې دفاع د اباسین څپې د لږو بریدونو څخه مخنیوی کاوه په داسې حال کې چې د موج های آمو لوبغاړو دا ستونزه نه درلوده. په ۵۸ دقه کې، مسعود قاري زاده د یوه ښکلي پاس د ترلاسه کولو څخه وروسته په دې لوبه کې خپل دوهم ګول ترسره کړ. د موج های آمو چټک بریدونه، د اباسین څپې د دروازه ساتونکي سمه نه پاملرنه د دې لامل شوه چې مسعود په ډېرې آسانۍ سره خپل دوهم ګول ترسره کړ. 

د موج های آمو ټیم ۵۷ فیصده، توپ په واک کې درلود او د اباسین څپې ټیم د خپلو لږو فرصتونو څخه هم ونشو کولائ سمه ګټه پورته کړي. هغوی باید راتلونکي څپرکي ته په تمه پاتې شي تر څو د افغانستان روشن غوره لیګ په تېرو درې وو څپرکو کې خپله ماته جبران کړي.

د موج های آمو مینه وال په داسې حال کې چې د سیالیو څخه حذف شوي دي، خو بیا هم د افغانستان روشن غوره لیګ په سیالیو کې د خپلې لومړۍ بریا لپاره خوښ ول.  

د لوبې حساسې او په زړه پورې شېبې دلته ووینئ: 

 

د دې پاڼې شریکول