سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

لوبغاړو د تاج طلايي د فوټبال د توپ جوړونې شرکت څخه کتنه وکړه

۱۹ وږی, ۱۳۹۳

 دا د فوټبال د توپ جوړونې یو شرکت دی. د دې شرکت توپونه د افغان مېرمنو له خوا په لاس جوړېږي. دا کارخانه یوه کوچنۍ مجموعه ده چې په هغې کې د برش او چاپ کار ترسره کېږي او وروسته له هغې د توپ د چرمي تکو د ګڼډلو کار د مېرمنو له خوا په خپلو کورونو کې ترسره کېږي. لوبغاړو د چاپ په کار کې مرسته وکړه او د جوړ شویو توپونو د کیفیت نه ډېر خوښ شول. لوبغاړي د هغه زحمتونو او مهارتونو په لیدو سره چې د فوټبال د یوه توپ د جوړولو لپاره اړین دي حیران شول او خپل د درېبل کولو او د توپ د کنټرولولو مهارتونه یې نندارې ته کېښودل

د دې پاڼې شریکول