سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین او سیمرغ په نیمه‎پایلني کې د یو بل پر وړاندې ځي

۱ تله, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیگ ۱۳۹۵ کال ډله‎ییز پړاو پای ته رسېدنې وروسته، یوازې ۴ لوبډلو نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. د شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، موج‎های آمو، او د میوند اتلان لوبډلې د پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره، دې پړاو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ. د نیمه‎پایلني پړاو لومړۍ سیالۍ، نن، د ۱۳۹۵ کال د تلې په لومړۍ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ دقو د «شاهین آسمایي» او «سیمرغ البرز» لوبډلو تر منځ پیلېږي. 

شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال دوهم اتل، په دې لوبې کې ځینې لوبغاړي لکه عبدالله عبدالي، جمیل نصیري، زین‎الدین شریفي، کاوش حیدري، او سمیع‎الله محمدي په خپل لومړي ترکیب کې له ځانه سره نه لري او ټاکل شوې چې نن په همدې توګه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د خپل سیال پر وړاندې ولوبېږي. اوس‎مهال، د فوټبال ملي لوبډلې دا لوبغاړي په ویټنام کې د افغانستان ساحلي فوټبال کې ونډه اخیستې او ټاکل شوې چې د چین او جاپان لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې په ترکیب کې ولوبېږي. له خواشینۍ سره، سید محمد هاشمي، د شاهین پېژندل شوی مدافع، په دې لوبې کې شتون نه لري او دا موضوع د پلازمېنې استازې لپاره یوه د پام وړ کمزورتیا ګڼل کېږي. 

شاهین آسمایي په خپل زیاتره لوبو کې چې د افغانستان روشن غوره لیګ په بهیر کې یې د سیمرغ پر وړاندې ترسره کړي، د میدان ګټونکی ښکاره شوی. ښایي چې شاهین په خپل میدان کې د زیات‎شمېر امتیازونو خاوند دی، که څه هم، سیمرغ کولای شي د نن ورځې سیالۍ کې، د خپل سیال د کمزوري ټکو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي. 

د افغانستان روشن غوره لیګ دې څپرکې کې، عبدالحق فیضي، د شاهین لوبډلې پخوانی مرستندوی روزونکی، اوس‎مهال د سیمرغ البرز لوبډلې د مرستندوی روزونکي په توګه فعالیت کوي. فیضي د شاهین د ټاکټیکونو او تلن‎لارو په اړه ډېر زیات معلومات لري. 

ټاکل شوې په راتګ لوبې کې چې د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۴ نېټه په لاره اچول کېږي، سیمرغ د شاهین کوربه ووسي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول