سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي به د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ کې، نن د سیمرغ البرز پر وړاندې ولوبېږي.

۱ وری, ۱۳۹۴

دې ټورنمنټ ته د راتلو څخه مخکې، شاهین لوبډله د دې ټورنمنټ د ګټلو هیله ښودلې وه. او تراوسه یې خپل پلویان نه دي ناهیلې کړي. شاهین وکولای شول چې په نیمه پایلوبه کې د میوند اتلانو لوبډلې ته د تګ او راتګ په دواړو پړاوونو کې په آسانۍ سره ماتې ورکړي. خو اوس دوې په پایلوبه کې له یوه پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شوي دي، دوی به په پایلوبه کې د شمالي‏ګانو پر وړاندې لوبېږي.

د پروسږ کال په اصلي ټورنمنټ کې د سیمرغ البرز له کمزورې کړنې څخه ورسته، په دې ټورنمنټ کې د فوټبال نړۍ له  دې لوبډلې څخه ډیره تمه نه کوله. او په بدمرغۍ سره په دې ټورنمنټ کې هم چانس له دوی سره نه وو او دوی باید د دې ټورنمنټ د کوربه – د سپین غر بازانو – پر وړاندې لوبېدلي وای. خو سیمرغ دا چلنج ومانه او په دې توګه، هغوی په نیمه پايلوبه کې د تګ او راتګ دواړه پړاوونه وګټل او د نوروزي جام پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

پلویان کولای شي دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د «طلوع» او «لمر» ټلویزیونونو او «آرمان اف ام» او «آراکوزیا اف ام» راډیوګانو له لارې او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان روشن غوره لیګ ځانګړیو سایټونو له لارې تعقیب کړئ.
وېب: https://www.afghanpremierleague.com
یوټیوب: https://www.youtube.com/afghanpremierleague
ټویټر: @AfPremierLeague
فېس‏بوک: @AfghanPremierLeague  
ګوګل پلاس: @AfghanPremierLeague  
اېنسټاگرام:  @AfghanPremierLeague

د دې پاڼې شریکول