سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سیمرغ، شاهین حیران کړ!

۳ وری, ۱۳۹۴

د افغانستان روشن غوره‎لیګ د نوروزي ټورنمنټ پایلوبه کې، سیمرغ‎البرز په پنالټیانو کې د ۳-۴ پایلې سره شاهین آسمايي ته ماتې ورکړه.
د ټولو لیدونکي د تمې پر خلاف، سیمرغ دغه لوبه بریدییزه ترسره کړه او د خپلو ځانګړو بریدونو سره‎یې شاهین ته په دفاعي کرښه کې ځای ورکړ.
د اتلولۍ سرلیک مدافع، شاهین آسمايي، د سیالۍ په سر کې د سیمرغ پر دروازې لږ بریدونه ترسره کړل خو هېڅ یو یې هم ګول نه‎شو. د شاهین آسمايي لوبغاړي، زین‎الدین شریفي، د دغې سیالۍ په اړه وویل " موږ په لومړۍ نیمه کې د ګول وهنې چانسونه درلودل خو ومونه‎شو کولای هغه په ګولونو بدل کړو، د سیمرغ‎ په څېر غوره لوبډلې په وړاندې مو باید د خپلو فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه اخیستې وی".
د جلال آباد د فوټبال فدراسیون لوبغالی د هغو لیدونکو او مینه‎والو څخه ډک وو چې د خپلو لوبډلو د ستایلو لپاره هلته راغلي ول.
دا لومړی ځل وو چې ختیځ زون د افغانستان روشن غوره‎لیګ کوربه وو. د ننګرهار د فوټبال فدراسیون رییس، شهیدالله، د دې مطلب په تایید سره وویل، " ډېر خوښ یو چې نوروزي ټورنمنټ په جلال آباد کې په لاره واچول شو، موږ په بې صبرۍ سره په راتلونکي کال کې د دغه ټورنمنټ د په لاره اچونې په تمه یو".
په پایلوبه کې د پلازمېنې لوبډلې د ماتې سره، د دغه ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه د شاهین آسمايي سنګر ساتونکي، حمید یوسفزي، ته ورکړل شوه.
د سیمرغ برید کوونکی، فرهاد سوګند، د خپلو ۲ ترسره کړیو ګولونو سره، د دغو سیالیو غوره برید کوونکی وپېژندل شو او د سره زرو بوټ جایزه‎یې خپله کړه.

د دې پاڼې شریکول