سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ سیمه‏ ییز ټورنمنټ: موج های آمو

۲۴ غبرګولی, ۱۳۹۴

د افغانستان روشن غوره لیګ په تېرو څلورو کلونو کې، دا سیمه‏ ییز ټورنمنټ په یو ډول د حیرانوونکو ټاکنیزو سیالیو څخه دی چې په کې ۲۶ لوبغاړي په لیګ کې د شته ۸ لوبډلو لپاره ټاکل کېږي.
موج های آمو د بدخشان، کندوز، تخار، او بغلان ولایتونو استازې ده. دا ټورنمنټ د افغانستان د شمال ختیځ لوبډلې د ټاکلو لپاره د غویي له ۲۹ څخه د غويي تر ۳۱ پورې په کندوز ولایت کې په لاره اچول کېږي.
د دې ۴ ولایتونو لوبډلې، په ۸ حیرانوونکو لوبو کې د یوبل پر وړاندې ودرېدلې. د بغلان استازې لوبډلې په ۳ پرلپسې بریاوو او ۵ وهلو ګولونو سره د دې ټورنمنټ لومړی ځای خپل کړ.
حسن رجبوف، د دې لوبډلې نړیوال روزونکی، د افغانستان د فوټبال فډراسیون د کارکوونکو په مرسته د موج های آمو د لوبډلې لپاره د دې ټورنمنټ تر ټولو ښه لوبغاړي وټاکل. هدایت الله احمدي د کندوز ولایت له لوبډلې څخه د دې ټورنمنټ ترټولو تکړه لوبغاړي په توګه وټاکل شو.
د تېر کال په غوره لیګ کې، د موج های آمو لوبډلې د سپین غر بازانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه. د هغوی د تېر کال ودې ته په کتو سره، له هغوی څخه تمه کېږي چې سږ کال هم لا ښه عملکرد ولري.
د سږکال سیمه‏ییز ټورنمنټ، په ځانګړې توګه د شمال ختیځ ټورنمنټ، د افغانستان په ګوډګوډ کې په ډېره ښه توګه د سیمه‏ییزو نندارچیانو د تود هرکلي سره مخامخ شو.

د دې پاڼې شریکول