سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ د نوروزي ټورنمنټ په پایلوبه کې د شتون لپاره د سپین غر بازانو او سیمرغ البرز جګړه

۲۷ کب, ۱۳۹۳

«د سپین غر بازان»، د ټورنمنټ کوربه، غواړي د راتګ په لوبه کې د سیمرغ پر وړاندې یوه ښه او د نندار‏ه‏چیانو د خوښې وړ لوبه ترسره کړي- ترڅو د خپلو پلویانو زړه خوشاله کړي. د سپینو غرونو بازان د دې په هڅه کې دي چې د تګ په پړاو کې خپله خرابه لوبه چې ۰-۱ په پایلې سره د دوی د ماتې لامل وګرځيده، جبران کړي.

«د شمال سیمرغ» وکولای شول کوربه ته په ماتې ورکولو سره، په دې ټورنمنټ کې د دوام لپاره اړینه انرژي تر لاسه کړي؛ دا بریا په څلورو وروستنیو لوبو کې د شمالي‏ګانو لومړنۍ بریا وه. که هغوی غواړي د نوروزي ټورنمنټ پایلوبې ته لار پیدا کړي باید د وړاندینۍ لوبې په شان په خپلې دفاعي لیکه کې پیاوړي ښکاره شي او په ضد د حملو کې له لاسته راوړل شويو فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي. فهیم سوګند د دوهمې نیمایي په لومړیو کې له خپل یوازیني ګول سره بل پړاو ته د تلو لپاره د خپل ټیم ځای د شین‏پوښانو په پرتله لا ښه کړ.

د اتلولۍ د عنوان دفاع‏کوونکی، شاهین آسمايي، د سپین غر بازانو او سیمرغ لوبډلو د ګټونکي په تمه دی ترڅو له هغې لوبډلې سره د نوي کال د وري په لومړۍ نېټه پایلوبه په لاره واچوي.

پلویان کولای شي دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د «طلوع» او «لمر» ټلویزیونونو او «آرمان اف ام» او «آراکوزیا اف ام» راډیوګانو او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان روشن غوره لیګ ځانګړو سایټونو له لارې تعقیب کړي.

ویب: https://www.afghanpremierleague.com

یوټیوب: https://www.youtube.com/afghanpremierleague

ټویټر: @AfPremierLeague

فیس‏بوک: @AfghanPremierLeague 

ګوګل پلاس: @AfghanPremierLeague 

اېنسټاگرام: @AfghanPremierLeague

د دې پاڼې شریکول