سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د طوفان هریرود او میوند اتلان تر منځ اړینه سیالۍ

۱۸ وږی, ۱۳۹۵

د «میوند اتلان» او «طوفان هریرود» تر منځ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اړینه سیالۍ چې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي، نن له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو په لاره اچول کېږي. 

د میوند اتلان د دې څپرکې سیالۍ په دې هیله پیل کړې چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال له بهیر څخه تر شا پاته نه شي. په پنځم څپرکې کې هغوی خپل په لومړي څپرکې کې د ۳ – ۰ پایلې سره اباسین څپې ته ماتې ورکړه. په هغې لوبې کې یار محمد ذاکر خیل او فیض فیضي د میوند اتلانو لپاره ګول‎وهنه وکړه. 

سید باقر میرسلیمي، د میوند اتلان بریدکوونکي وویل: «موږ د نن ورځې لوبې لپاره بشپړې چمتووالې لرو او څارونکي زموږ ټوله نیمګړتیاوې په بشړه توګه څارلي، هیله‎من یو چې دا لوبه وګټو تر څو نیمه‎پایلني پړاو ته لاره پیدا کړو.»

د نن ورځې لوبې کې د میوند اتلان سیال، د طوفان هریرود لوبډله ده چې د شاهین آسمایي پر وړاندې یې ډېر د پام وړ لوبه وکړه. د طوفان لوبغاړو په هغې هیجانوونکې سیالۍ کې، د ډېرې غوره لوبې لپاره درې حساس امتیازونه تر لاسه کړه. 

علي احمد یارزاده، د طوفان هریرود کپټان، وویل: «څرنګه چې د میوند لوبډله پیاوړې ده، موږ هم خپل د نیمګړتیاوو له منځه وړو لپاره بشپړ تمرینونه ترسره کړي، موږ په دې لوبې کې د بریا ډېر چانس لرو.»

دواړې لوبډلې دا چانس لري چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو کې ځای ومومي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول