سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د شاهین آسمايي او سیمرغ آلبرز لوبډلو د لوبې لرلید

۵ وږی, ۱۳۹۴

د سږ کال د سیالیو په لومړۍ لوبه کې به شاهین آسمايي او سیمرغ آلبرز د یو بل په وړاندي د لوبي ډګر ته ووزي. دا لوبه به نن د وږي میاشتي په پنځمه نېټه د ماسپښین په څلورو بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شي. لوبه به د پرانیستونکې غوڼدې تر خلاصیدو وروسته چې په درو بجو پیلیږي، شروع شي.

شاهین آسمايي د تیر کال او همدارنګه د ۱۳۹۲ کال د سیالیو اتله لوبډله ده. د سیمرغ آلبرز لوبډله بیا د سږ کال د پسرلني ټورنمنټ اتله لوبډله ده.

شاهین یوازي یو ځل په اصلي لوبو کې له سیمرغ سره مخامخ شوی ده چې هغه هم د ۱۳۹۲ کال په پایلوبه کې وو. په دې لوبه کې حشمت الله بارکزي دوه ګوله تر سره کړل، همدارنګه محمود آزاد د یوې آزادي پینالټي ضربې په وسیله وکولای شول چې د یادې لوبې دریم ګول هم تر سره کړي، په پایله کې شاهین آسمايي وتوانیده چې سیمرغ آلبرز ته په آسانۍ سره ۳-۱ ماتې ورکړي. د سیمرغ آلبرز یوازینی ګول د امید خطیب زاده له لوري تر سره شو. د سږ کال په پسرلني ټورنمنټ کې بیا په حیرانۍ سره سیمرغ ډیر ښه راتګ دردلود چې په پایله کې يي وکولای شول چې د پینالټي په ضرباتو سره شاهین آسمايي ته ماتې ورکړي.

دواړه لوبډلې د فوټبال د مینه والو تر منځ ښه محبوبیت لري، دواړې لوبډلې به خپل آخري کوښښونه کوي تر څو د سږ کال د اتلولۍ جام په خپل سر پورته کړي.

د ګروپي سیالیو ټولې لوبې د ماسپښین په څلورو بجو پیلیږي. دا لوبې به له طلوع او لمر تلویزیونونو او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

تاسو کولی شئ یادې لوبې له یوټیوب څخه په لاندي لینک هم وګورئ:
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول