سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سیمرغ البرز، د نوروزي ټورنمنټ د جام د ګټلو وروسته، په خپل ځان ډېر باور پیدا کړی

۲۶ چنګاښ, ۱۳۹۴

د حیرانوونکي سیمه‏ ییزو ټورنمنټونو د پای څخه وروسته چې د افغانستان په ۸ سیمو کې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته ۸ لوبډلو لپاره د ۲۶ لوبغاړو د ټاکلو لپاره ترسره شول، اوس د لوبډلو خپل‏منځي لوبو ته نوبت رارسېدلی چې د هرې لوبډلې ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا د هغو ۲۶ لوبغاړو لپاره پایلنی ټسټ دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبډلو لپاره ټاکل شوي دي.

«سیمرغ البرز» د افغانستان روشن غوره لیګ د سږ کال په نوروزي ټورنمنټ کې، یو پیاوړی بیاراتګ درلوده داسې چې د شاهین آسمایي، د اتلولۍ د سرلیک دفاع‏کوونکې لوبډلې، ته په ماتې ورکولو سره یې د نوروزي جام د لومړنی سرلیک ترلاسه کړ. دې بریا، ټول هغه کسان حیران کړل چې په تېرو ۲ کلونو کې یې د دې لوبډلې کړنلاره تعقیب کړې وه.

«طوفان هریرود» د ۱۳۹۱ افغانستان روشن غوره لیګ په پایلوبه کې سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه او له هغه کال څخه وروسته دا لوبډله نه ده بریالۍ شوې چې د افغانستان روشن غوره لیګ له ګروپي پړاو څخه پورته ولاړه شي. داسې ښکاري، د دې لوبډلې او لوبغاړو پخواني حالت بدلون موندلی او هغوی به د لوبې په ډګر کې زړوره او ښه لوبه ترسره کړي.

د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو او برملا کولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي؛ هغه فرصتونه چې د هغوی د شخصي او مسلکي ژوند په وده کې ورسره مرسته کوي.

په دې کال کې، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی به د غوره لیګ له پیاوړو لوبغاړو څخه؛ په ملي لوبډله کې د شتون لپاره بلنه وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ ټورنمنټ، د افغانستان ترټولو لوی فوټبالي پېښه، د ۱۳۹۴ کال د وږي په ۵ په لاره اچول کېږي.

د دې پاڼې شریکول