سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د روشن افغانستان غوره لیګ په لومړنۍ سیالي کې د شاهین په وړاندي د سیمرغ بریا

۶ وږی, ۱۳۹۴

د روشن افغانستان غوره لیګ د اصلي سیالیو په لومړنۍ لوبه کې سیمرغ البرز لوبډلي وکولای شول چې شاهین آسمايي ته ۳-۱ ماتې ورکړې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې چې د فوټبال له مینه والو څخه ډک وو سیمرغ لوبډلې وکولای شول چې میله لوټ او په ډیرې آسانۍ سره شاهین لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د سیمرغ لومړنی ګول د لوبې په څلورمه دقیقه کې د هغوی د لوبډلمشر منیرالحق ندیم له لوري تر سره شو او په دې سره دوی وکولای شول د لومړۍ نیمايي تر پایه په لوبه باندي خپل حاکمیت ټینګ وساتي. د منیر لپاره د دویم ګول ترسره کول هم ډیر وخت ونه نیوی او د لوبې په ۲۴ مه دقیقه کې يي وکولای شول د خپلې لوبډلې په ګټه د لوبې دویم ګول هم ترسره کړي. د لومړۍ نیمايي په اوږدو کې سیمرغ په لوبه باندي ټولیز کنټرول درلود.

د دوهمې نیمايي په پیل سره شاهین تر پخوا زیات زورور ښکاریدی او په څو حملو سره یې وغوښتل تر څو ځان له سیمرغ سره برابر کړي. که څه هم د سیمرغ قوي دفاعي لیکي او په تیره د هغوی تکړه ګول ساتونکې د شاهین لپاره کار نور هم سخت کړ.

شاهین د ګول ترسره کولو لپاره خپلو حملو ته ادامه ورکړه چې بالاخره د سیمرغ دفاعي لیکې د لوبي په ۶۱ مه دقیقه کې خطا تر سره کړه چې له امله یې یوه پینالټي ضربه د شاهین په ګټه ترسره شوه. سمیع الله محمدي په آسانۍ سره دا پینالټي ضربه په ګول بدله کړه.

د شاهین حملو د سیمرغ لوبډله د نورو ګولونو له ترسره کولو څخه ایساره نه شوای کړای. دوی خپل دریم ګول د لوبې په ۷۶ مه دقیقه کې د یو پینالټي ضربې په وسیله هغه وخت تر سره کړ کله چې دا ضربه مخامخ د شاهین د ګول په جال کې ولګیده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د لوبغالې په لومړنۍ لوبه کې دا ټول ترسره شول. کابل په لومړي ځل له څو خواشینو میاشتو وروسته خپله تر ټولو خوږه ورځ ولیده. کومه خوشالي، سات تیري، یووالی او موسکا چې فوټبال د خلکو په شونډه خوره کړه  له هیڅ شي سره د پرتلې وړ نه وه.

تاسو کولی شئ یادې لوبې له یوټیوب څخه په لاندي لینک هم وګورئ:
www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول