سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د افغانستان روشن غوره لیګ په بهیر کې د سیمرغ تر ټولو ګرانه ماته

۲ تله, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د نیمه‎پایلني پړاو لومړۍ هیجانوونکې سیالۍ، د «شاهین آسمایي» او «سیمرغ البرز» تر منځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوه. شاهین آسمایي په دې سیالۍ کې یو ډېر ستر کار ترسره کړ او د ۸ ګولونو سره یې سیمرغ ته یوه ګرانه ماته ورکړه. 

شاهین آسمایي دا لوبه د خپل کوربه‎توب په اړه ډاډ سره پیل کړه، داسې ښکارېدل چې د سیمرغ لوبډله په شپږمې دقې کې د خپل لومړي ګول سره، دې میدان کې د بریا لپاره ډېره هیله‎من ده، منیرالحق ندیم، له دې ګول سره سیمرغ مخ ته کړ. دا ګول د دې لامل شو چې هغوی د لا زیات هڅو او بریدونو واک ترلاسه کړي. که ‎څه هم، شاهین ۲ دقو وروسته، د مساوي ګول ترسره کونې سره سیمرغ د ستونزې سره مخامخ کړ. له دې ګول وروسته، د سیمرغ واکمني ډېره کمه شوه او شاهین وکولای شو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې بشپړ ځواک ترلاسه کړي. 

په لومړۍ نیمه کې، شاهین آسمایي وکولای شو په ډېر حیرانوونکې توګه ۵ ځلې خپل د سیال ګول خلاص کړي څرنګه چې د شمال استازي د هغو پر وړاندې هیڅ دریځ کولای نه شو. په لومړي ۴۵ دقو کې، سمیع‎الله، حمید، امرالدین، حسین او امان الله سرداري د شاهین لپاره ګولونه ترسره کړه. 

مګر دا د سیمرغ ترخه پایله نه وه، هغوی دوهمه نیمه په دې هیله پیل کړه چې وکولای شي دا توپیر له منځه یوسي. که څه هم، د سیمرغ هڅو هیڅ کومه ګټه نه درلوده نو ځکه هغوی د دفاع پرته بل هیڅ کومه چاره نه درلوده. 

شاهین د ۵ ګولونو سره هم قناعت نه درلود او د لا زیاتو ګولونو تمه یې درلوده. رضا الله یاري، امرالدین شریفي، او سمیع الله محمدي په ۴۸، ۶۳، ۷۳ دقو کې د شاهین په ګټه ۳ نور ګولونه هم ترسره کړه تر څو چې د دې لوبې پایله ۸ – ۱ د شاهین په ګټه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې ثبت شوه. 

د لوبې سرشمېرنو پر اساس، شاهین د سیمرغ پر وړاندې، ۶۲ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود. 

سیمرغ په راتګ لوبې کې چې د یکشنبې په ورځ، د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۴ نېټه ترسره کېږي، د شاهین کوربه دی. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول