سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د اباسین څپې د ۱۳۹۴ کال لپاره غوره لوبغاړي خپلې لوبډلې سره ګډوي

۴ زمری, ۱۳۹۴

د حیرانوونکي سیمه‏ییزو ټورنمنټونو د پای څخه وروسته چې د افغانستان په ۸ سیمو کې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته ۸ لوبډلو لپاره د ۲۶ لوبغاړو د ټاکلو لپاره ترسره شول، اوس د لوبډلو خپل‏منځي لوبو ته نوبت رارسېدلی چې د هرې لوبډلې ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا د هغو ۲۶ لوبغاړو لپاره پایلنی ټسټ دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبډلو لپاره ټاکل شوي دي. په دې ټسټ کې لوبغاړي کولی شي په پایلني نوملړ کې د شتون لپاره خپلې وړتیاوې ښکاره کړي.

په تېر کال کې، «د اباسین څپې» ونه شو کولی چې له ګروهي پړاو څخه پورته ولاړ شي او په هیڅ کومه لوبه کې هم بریالی نه شو. په خواشینۍ سره دا لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ په تېرو ۳ څپرکو کې ښه کړنه نه ده ترسره کړې. د دې لوبډلې د بیارغونې او بیا جوړونې لپاره ځینې بدلونونه رامنځته شول چې له دې منځه کولی شو دې لوبډلې ته د ۱۸ نویو څېرو زیاتېدو ته اشاره وکړو. همدارنګه، د نورو سیمو ځینو غوره لوبغاړو په دې لوبډلې کې د شتون لپاره له ځانه لېوالتیا ښودلې او دې لوبډلې ته راغلي دي. د اباسین څپې څخه ډېره تمه کېږي چې سږکال د بې‏سارو سیالیو په ترسره کولو سره خپل ځان د تېرو کلونو له ضعیفو کړنو څخه لرې کړي.

د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو او برملا کولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي؛ هغه فرصتونه چې د هغوی د شخصي او مسلکي ژوند په وده کې ورسره مرسته کوي.

د ملي غوره استعدادونو د پیدا کولو لپاره، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی به د غوره لیګ پیاوړو لوبغاړو ته؛ په ملي لوبډله کې د شتون لپاره بلنه ورکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ ټورنمنټ، د افغانستان ترټولو لوی فوټبالي پېښه، د ۱۳۹۴ کال د وږي په ۵ په لاره اچول کېږي.

د دې پاڼې شریکول