سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

دوه ټیمونه، موج های آمو او د اباسین څپې به نن د غرمې وروسته په ۳:۳۰ بجو د یو بل سره لوبه ترسره کړي

۲۷ وږی, ۱۳۹۳

د نن ورځې لوبه د بې بریا ټیمونو، یعنې موجهای آمو او د اباسین څپې، تر منځ په لاره اچول کېږي. دواړه ټیمونه د بریا په لټه کې دي تر څو د افغانستان روشن ۱۳۹۴ غوره لیګ لپاره د وېلو لپاره یو څه ولري.
د څپرکي تر دې دمې، د دې دواړو ټیمونو څخه هېڅ یو هم غوره دفاعي کړنه نندارې ته نه ده ایښې. دې دوو ټیمونو په خپلو تېرو ۴ لوبو کې، په بشپړه توګه ۱۹ ګولونه د دوو لارې موندونکو ټیمونو، شاهین آسمايي او عقابان هندوکش څخه، ترلاسه کړي.
مسعود، د عقابان هندوکش برید کوونکي لوبغاړي په دوو لومړیو سیالیو کې، د برید څخه ډکه لوبه له ځان نه ښکاره کړه او د خپل ټیم لپاره یې دوه ګولونه ترسره کړل.
د اباسین څپې ټیم د عبدالفتاح واکمن او محمد نواز ځاځي له امله د برید څخه ډکه لوبه ترسره کوي. د دې دوو کسانو څخه هر یو د خپل ټیم لپاره یو ګول ترسره کړی

دا لوبه پوره په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټدیوم کې په لاره اچول کېږي. په ژوندۍ بڼه د لوبې د خبرونو د څېړنې لپاره هیله ده د لاندېنیو ټولنیزو شبکو څخه لیدنه وکړئ:
توییتر: AfPremierLeague، فیسبوک: AfghanPremierLeague او په یوتوب کې: http://www.youtube.com/afpremierleague

 

د دې پاڼې شریکول