سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

نیمه‎پایلني پړاو ته رسېدنې لپاره د سیمرغ هڅې

۲۶ وږی, ۱۳۹۵

نن، د وږې ۲۶ نېټه، «سیمرغ البرز» د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو د «ب» ډلې وروستۍ سیالۍ کې د «عقابان هندوکش» پر وړاندې ځي. د پنځم څپرکې یوولسمې سیالۍ د پیل شپېلی، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې وهل کېږي. 

سیمرغ په خپل لومړي سیالۍ کې د سپین‎غر بازان پر وړاندې ۲ – ۲ پایلې سره تم شوه، په داسې حال کې چې دوهمې لوبې کې، د ۴ -۱ پایلې سره د موج‎های آمو پر وړاندې بریا ترلاسه کړه، دا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره د شمال استازي چمتووالې ښکارندویي کوي. منیرالحق ندیم، د سیمرغ پېژندل شوی مهاجم، د دې لوبډلې د ځواکمنتیا لوړوالې په برخه کې د پام وړ برخه اخیستې. 

سیمرغ البرز د سیالیو تر دې پړاو پورې، ۴ امتیازونه ترلاسه کړي او د عقابان پر وړاندې بریا کولای شي په نیمه‎پایلني پړاو کې د هغو شتون قطعي کړي. 

عقابان هندوکش، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ کال دوهم اتل، و نه شو کولای د موج‎های آمو پر وړاندې ۲ – ۰ پایلې څخه مخ‎نیوی وکړي. همدارنګه وروستۍ سیالۍ کې هم چانس د عقابان سره مل نه وو او هغوی د بازان پر وړاندې ۰ – ۰ پایلې سره تم شوه. د افغانستان مرکزي استازي، تر اوسه پورې ۱ امتیاز ترلاسه کړی. 

د عقابان هندوکش لپاره، د سیمرغ البرز پر وړاندې بریا ډېره ستونزمنه ګڼل کېږي. که عقابان وکولای شي د زیاتره گولونو تفاضل سره سیمرغ ته ماتي ورکړي، کولای شي نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول