سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

طوفان هریرود د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې پایلوبې ته لاره وموندل

۱ لړم, ۱۳۹۷

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن، د ۱۳۹۷ کال د لړم په لومړۍ نېټه، د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ نیمه‎پایلني پړاو دوهمې سیالۍ کوربه وو. په دې کتنې کې، طوفان هریرود د اباسین څپې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه. 

د هېواد لوېدیځ زون استازې، طوفان هریرود لوبډلې څخه رحمت الله خیرخواه د لوبې لومړنیو شېبو کې د یو پنالټي شاټ څخه په ګټې اخیستنې د خپل سیال ګول خلاص کړ. له دې ګول سره چې په ۹ دقیقې کې ترسره شو، د طوفان هریرود وړتیا جوته شوه او د اباسین څپې ځینې تکړه لوبغاړي ډېر ترې اغېزمن شوه. 

د اباسین څپې لوبه له دې ګول وروسته ډېره ناوړه شوه، په داسې حال کې چې، د ناسم چلند له امله یې نه یوازې دا چې کومه ګټه ترلاسه نه کړه، د نوموړې لوبډلې د دفاعي کرښې لوبغاړي (راشد فروتن) یو ژړ کارټ هم ترلاسه کړ. د دې ګول د جبران لپاره د اباسین څپې ټولې هلې‎ځلې د طوفان هریرود د دفاعي کرښې لوبغاړو او تکړه ګول‎ساتونکي، فیصل حمیدي له‎خوا تم شوې. 

لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

دوهمې نیمې کې، طوفان هریرود خپل بریدونه لا زیات کړل او د یاد لوبډلې لوبغاړو ښه پاسونه یو بل ته وړاندې کړل. د لوبې ۷۱ دقیقې کې روف قادري د خپلې لوبډلې دوهم ګول هم ترسره کړ او له دې سره د طوفان هریرود لوبډلې د پلویانو شور او هیجان په بې‎سارې توګه زیات شو. څرنګه چې، یوازې ۹ دقیقې وروسته، معروف محمدي دریم ګول هم ترسره کړ او له دې ګول وروسته ډېر ژر د یو بل برید ترتیب کېدنې سره، روف قادري په ۸۱ دقیقې کې خپل دوهم ګول او د خپلې لوبډلې څلورم ګول سر ته ورسوی. 

د اباسین څپې لوبډلې څخه فیصل نعیمي او راشد فروتن سره کارټونه ترلاسه کړل، او د نوموړې لوبډلې دوه نور لوبغاړي، جمیل نجرابي، عبیدالله افضلي ژړ کارټونه ترلاسه کړل. د طوفان هریرود څخه غلام رضا یعقوبي، غلام نبي اسحقزی او رحمت الله خیرخواه ژړ کارټونه ترلاسه کړل. روف قادري د دې میدان غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. لوبه ۵۵ سلنه د طوفان هریرود په واک کې وه. 

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې(Afghanpremierleague.official)    کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. 

 

 

د دې پاڼې شریکول