سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

طوفان د یوې حساسې سیالۍ لپاره چمتو کېږي

۲۷ وږی, ۱۳۹۵

د «طوفان هریرود» او «د اباسین څپې» د سهیل لوېدیځ استازی، د ډله‎ییز پړاو په وروستۍ سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ځي. دا سیالۍ، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دوولسمه سیالۍ ده چې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.

طوفان هریرود، د لویدېځ حوزې استازی، د افغانستان روشن غوره لیګ د لومړي څپرکې، ۱۳۹۱ کال سیالیو ګټونکی شو. په دې څپرکې کې، طوفان په خپل لومړي سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې د یوې بریا خاوند شو مګر په دوهمې سیالۍ کې د میوند اتلان پر وړاندې یې ماتې وخوړل. طوفان د سیالیو تر دې پړاو پورې، ۳ امتیازونه ترلاسه کړي. 

که طوفان هریرود وکولای شي د ۳ – ۰ پایلې سره د اباسین څپې ته ماتې ورکړي، نو کولای شي نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي، که نه نو د دې سیالیو د بهیر سره خدای‎پامانۍ پرته بله هیڅ کومه لاره نه لري. 

د اباسین څپې په دې څپرکې کې ښه چانس نه درلود، ځکه چې دې لوبډلې د پچه‎اچونې پر اساس د دې څپرکې «مرګ» ډلې کې ځای وموند. دې لوبډلې په خپل تېرو دوو سیالیو کې د شاهین آسمایي او د میوند اتلان پر وړاندې هیڅ کوم امتیاز نه دی ترلاسه کړی. له دې امله د سهیل لوېدیځ استازی د دې سیالیو په وروستي پړاو کې د ګډون چانس له لاسه ورکړی. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول