سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

شاهین آسمایي لوبډله د سپین غر بازانو پر وړاندې خوږه بریا ترلاسه کړه

۸ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې د ډله‌ییز پړاو د سیالیو د دوهمې اونۍ په دویمه سیالۍ کې، د هیواد د پلازمیني استازي شاهین آسمایي محبوب لوبډله د سپین غر بازان ځوان لوبډلې سره مخ شو.

دواړو لوبډلو په لومړي نیمه کې په ډیر لیوالتیا سره لوبه پیل کړه، او د لوبې واک په لاس کې نیولو لپاره ډیره زیاته هڅه ی کوله. شاهین آسمایي لوبډلي په لومړۍ نیمایی کې خورا فرصتونه له لاسه ورکړل او ونه شو کولای د نیمایي تر ورستې شېبو کوم ګول ترسره کړي، خو له بلې خوا، فرشید وجودی د سپین غر بازانو لپاره په ۱۲ مه دقیقه کې ګول وواهه او لوبه یې ۱-۰ د خپل لوبډلې په ګټه بدله کړه. د لومړۍ نیمایې د وروستۍ دقیقه کې د شاهین آسمایی لپاره رؤف قادري یو په زړه پورې ګول سره، لومړۍ نیمه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېدله. 

دوهمه نیمه د دواړو لوبډلو لخوا د یو شمېر بدلونونو سره پیل شو، د دواړو لوبډلو مینه وال د خپلې خوښې لوبډلې لپاره د ګول په تمه ول. په دوهمه نیمایي کې، دی اسپین غر بازان لوبډلې دفاعي لوبه پیل کړه مګر شاهین آسمایي د ګولونو په وهلو تمرکز درلود، ډیری فرصتونه له لاسه ورکړ خو په نهایت کې، د رؤف قادري یو په زړه پورې او پرېکړه کوونکې ګول سره، شاهین آسمایي ۱-۲ نتیجه سره د لوبې ګټونکې شو.

رؤف قادري د شاهین آسمایي لوبغاړې خپل ۲ ګولونو لپاره د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول