سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سیمرغ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دریم مقام خپل کړ

۹ تله, ۱۳۹۵

د «موج‎های آمو» او «سیمرغ البرز» تر منځ سیالۍ د آمو غوره لوبېدنې سره پیل شوه. د دې لوبډلې لوبغاړي په هماغه پیل کې د خپل غوره پاسونو سره د لوبې د لومړي ګول او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دریم مقام ګټنې هڅه درلوده. دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوه او د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

موج‎های آمو د ډېر زیات چټکټیا او واکمني سره د دې هڅه درلوده چې په هماغه پيل کې خپل سیال تر اغېزې لاندې راولي. که څه هم، د دې لوبډلې لوبغاړو و نه شو کولای د دې لوبې لومړی ګول ترسره کړي. 

د میدان هغې خوا ته، سیمرغ البرز له هغه ګول سره چې منیرالحق ندیم په ۳۲ دقې کې ترسره کړ، له خپل سیال څخه مخ کې شو. وروسته له دې ګول، په پایلې کې کوم بدلون رامنځ ته نه شو او سیمرغ وکولای شو د ۱ – ۰ پایلې سره لومړۍ نیمه په خپل ګټه پای ته ورسوي. 

دوهمې نیمې کې، د آمو پلویان د ډېر زیات هیجانوونکي فرصتونه په تمه وه تر څو لوبډله یې د خوړلي ګول جبران لپاره بېرته خوځند ترلاسه کړي. مګر دواړو لوبډلو د خپل سیال پر ګول ډېر کم خطرونه رامنځ ته کړه. د پایلې خوندیتوب لپاره، سیمرغ خپل د دفاعي کرښې پیاوړتیا لپاره کار پیل کړ او خپل دوهم ګول یې د ضد بریدونو سره تمه کړ. همدارنګه، سربېره پر دې چې موج‎ها پرلپسې بریدونه ترسره کول او میدان زیاتره د هغو په واک کې وو مګر بیا هم بریدونه یې بې‎ګټې پای ته رسېدل. 

له دې بریا سره، سیمرغ د افغانستان روشن غوره لیګ دریم مقام خپل کړ او موج‎های آمو څلورم مقام سره رضایت وکړ. 

سبا د ۱۳۹۵ کال د تلې ۹ نېټه، شاهین آسمایي او د میوند اتلان د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره د یو بل پر وړاندې ځي. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول