سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سیمرغ البرز نیمه‎پایلني پړاو کې د خپل شتون شانس زیات کړ

۲۳ تله, ۱۳۹۷

سیمرغ البرز، د شمال زون استازې نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۲ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د مرکز زون استازې، عقابان هندوکش پر وړاندې، ډله‎ییز پړاو کې د حذف کېدنې امکان کچې ټیټونې په موخه، سیالۍ ترسره کړه. دا د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو اتمه سیالۍ وه چې د ۳ – ۱ پایلې سره د سیمرغ په ګټه پای ته ورسېدل.

د «ب» ډلې څخه دواړې لوبډلې، د طوفان هریرود او د میوند اتلان لوبډلو تر څنګ چې په ترتیب سره یې تر اوسه پورې، ۶ او ۳ امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي، او د «الف» ډلې څخه د سپین‎غر بازان او موج‎های آمو په څېر لومړنۍ لوبې بایلې سره، همدارنګه د هیڅ امتیاز نه درلودنې له کبله، د ژر تر ژره حذف کېدنې خطر څخه د نجات په موخه د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

د دواړو لوبډلو تر منځ لوبه د پرلپسې پاسونو، بې‎پایلې شاټونو، بریدونو او دوامداره ضد بریدونو سره، تر ۲۵ دقیقې پورې په ډېر کرار ریتم روانه وه، خو د عقابان هندوکش له‎خوا د لوبې ۲۸ دقیقې کې د یو ګول وروسته، دا سیالۍ ډېره چټکه او جدي شوه.

امېد عظیمي، دې تکړه لوبغاړي د میدان له مرکز څخه یو ډېر کره شوټ سره، په ډېرې ناڅاپۍ، د سیمرغ البرز ګول‎ساتونکي له سره توپ ګول کې وغورځوی او خپله لوبډله یې د ۱ – ۰ پایلې سره مخکښ کړه. 

د دې ګول وروسته، د دواړو لوبډلو تر منځ سیالۍ ډېره ګړندې او جدي شوه، که څه هم، عقابان هندوکش زیاتره هوساینې سره د خپل دفاعي کرښې پیاوړتیا او د ضد بریدونو څخه ګټې اخیستنې په موخه لوبه ترسره کول، مګر بلې خوا ته، سیمرغ البرز په پرلپسې توګه هڅه کول تر څو د لومړۍ نیمې ۴۵ دقیقو پای ته رسېدنې نه مخ کې دا ګول جبران کړي، خو دا هیله یې بشپړه نه شوه، په داسې حال کې چې یوازې حکمت الله مرادي، د یادې لوبډلې ګول‎ساتونکي د خپلې تېروتنې جبران لپاره یو فرصت ترلاسه کړ او داسې یو برید یې خنثی کړ چې سل په سله ګول وو.

لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره د عقابان هندوکش په ګټه پای ته ورسېدل.

مګر داسې ښکارېدل چې سیمرغ البرز د خپل برخه‎لیک بدلون لپاره تر خپل سیال زیاتره ژمنه وه او د دوهمې نیمې لومړني شپږو دقیقو کې، د یادې لوبډلې لوبغاړي، ویس احمد احمدي د برابرۍ ګول ترسره کړ، مګر دا د سیمرغ البرز د تندې ماتونې لپاره کافي نه وو او د جدي او پرلپسې بریدونو په ترڅ کې، محمد یاسین محمدي په ۵۷ دقیقې کې د لوبې دویم ګول ترسره کړ او ۲ – ۱ پایلې سره یې، خپله لوبډله، چې په لومړۍ نیمې کې یې د لوبې پایلې کې هیڅ بدلون راوېستای نه شو، تر سیالې لوبډلې وړاندې کړه.

هغه لوبډله چې د لوبې څخه وړاندې یې د روزونکي له‎خوا ویل شوي وه چې لوبې لپاره چمتو نه ده او ډېر منفي رواني حالت لري، په رښتیا هم بریالې نه شوه چې د خپل سیال پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړي او خپل سیال، سیمرغ البرز ته یې ګڼ‎شمېر فرصتونه رامنځ ته کړه چې بلاخره نعمت الله کریمي د لوبې ۸۱ دقیقې کې، یو فرصت څخه غوره ګټه پورته کړه او دریم ګول یې هم ترسره کړ.

لوبه د ۳ – ۱ پایلې سره د سیمرغ البرز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدل. مصطفی رضایي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه، او یادې لوبډلې ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل.

سبا، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۳ نېټه، شاهین آسمایي د سپین‎غر بازان پر وړاندې لوبېږي.

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official)   لایک کړئ. د غوره لیګ راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com)  ته مراجعه وکړئ. 

 

 

 

 

د دې پاڼې شریکول