سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د موج های آمو لوبډله د طوفان هریرود په وړاندې په زړه پورې سیالۍ کې ماته وخوړه

۶ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ د ډله‌ییز پړاو سیالیو دوهمې اونۍ په لومړۍ سیالۍ کې د موج های آمو لوبډله، د هیواد د شمال ختیځ زون استازی، د طوفان هریرود لوبډلې سره مخامخ شو.

لوبه د طوفان هریرود لخوا په پر له پسې بریدونو سره پیله شوه، چې په اوومه دقیقه کې د نبي اسحاقزۍ د ښکلې ګول سره ۱-۰ مخکښ شول. د موج های آمو لوبډله هم ډیرې فرصتونه له لاسه ورکړل او ښه لوبه یی نندارچيانو ته وړاندی کړه، مګر د لومړۍ نیماي پای پورې یې ونه شو کولې کوم ګول ترسره کړې. مګر دا حسیب الله احمدي و چې د طوفان هریرود لپاره دوهم ګول ترسره کړ او لوبه یې په لومړۍ نیمایي کې خپلې لوبډلې ته ۲-۰ به نتیجه پای ته ورسوله.

د سیالۍ دوهمه نیمه د دواړو لوبډلو د یو شمیر بدلونونو سره پیل شو، مګر موج های آمو د یو زړه پوري لوبي په ترڅ کې د سیالۍ واک خپل لاس کی نیولې و، او پای کې د لوبې ۵۱ دقیقه کې، د حشمت الله بارکزۍ د یو ښکلې ګول سره لوبي نتیجه ۲-۱ شو. دغې ګول وروسته، د موج های آمو لوډله ډیر هوډمن او هیله من شول، او لوبی ته بیرته راغلل، او یوازې په ۱ دقیقه کې، دوی دوهم ګول وواهه او لوبه  یی مساوي کړه. د لوبې په دوهمه نیمایي کې د مساوي کولو سره، دواړو لوبډلو دفاعي لوبه وکړه او هڅه یې وکړه چې لوبه د یو بل ګول سره د ځان په ګټه پای ته ورسوي، چې په نهایت کې د رحمت الله خیرخواه په هڅه سره د طوفان هریرود عالي کارکردگی لامل شو چې د لوبې په ۷۷ ام دقیقه کې دوی ګول ته ورسیږي.

لوبه د ۳-۲ پای سره د طوفان هریرود لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده او رحمت الله خیرخواه د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

د دې پاڼې شریکول