سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د موج هاي آمو لوبډله د میوند اتلان د قوي لوبډلې پروړاندې ځي

۳۱ زمری, ۱۳۹۸

نن ، ۱۳۹۸ کال، د وږی ۱ نیټه، موج هاي آمو ځوان لوبډله د میوند اتلان د قوي ټیم سره سیالي کوي. دا د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې ډله‌‌ییز سیالیو دریمه لوبه ده ، چې د ماسپښین په ۶ بجو په AFC لوبغالي کې پیل کیږي.

د پچې اچونې له مخې، دا دواړه لوبډلي د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې په «الف» ډله کې ځای په ځای شوي، چې هیڅ ټیم یې د تیرو اوو فصلونو د اتلولي تجربه نه لري.

"دا لومړۍ کال دې چې د میوند اتلان لوبډله د خپل زون څخه بهر هیڅ لوبغاړې نلري." علي جواد عطایي، د میوند اتلان د لوبډلې مشر روزونکي وویل: "زموږ هڅه دا ده چې پدې فصل کې نوي او ځوانو لوبغاړو ته د لوبی لا زیات وخت ورکړو".  هغه زیاته کړه چې د افغانستان غوره لیګ کې ټولې ټیمونه د میوند اتلان سره سیالي کوي.

له بلې خوا ، د موج های آمو ډلې د مشر روزونکي محمد طاهر منوري په وینا، ټیم به سږکال د لوړ هڅونې او ټیم یووالي سره پرمخ ځي. ۹ نوي لوبغاړي  لري، او طوفان هریرود د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې کې د دوی لوی سیالانو څخه دې.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

د دې پاڼې شریکول