سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د موج‎های آمو پر وړاندې د میوند اتلان بریا

۲ تله, ۱۳۹۵

نن، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون لوبغالې د «موج های آمو» او «د میوند اتلان» یوې هیجانوونکې سیالۍ شاهد وه. د موج‎های آمو په کوربه‎توب، دا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو دوهمه سیالۍ وه چې په پای کې یې، میوند د ۳ – ۲ پایلې سره آمو ته ماتې ورکړه. 

د لوبې په پیل کې، موج‎های آمو د لوبې پر بهیر واکمن ښکاره شو او د پام وړ بریدونه یې ترسره کړه تر څو چې دا رحیم رحماني وو چې په اووهمې دقې کې یې د میوند ګول خلاص کړ او خپله لوبډله یې مخ ته کړه، که څه هم، هغوی په دوام کې و نه شو کولای دا پایله خوندي کړي. 

میوند له دي گول نه وروسته په ډېرې کمې مودې کې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نورو سیالیو په څېر دې سیالۍ کې هم د خپل وړتیا په ډاګه کونې لپاره بشپړې هلې‎ځلې پیل کړې. د دې لوبډلې لوبغاړو د غوره پاسونو او بریدونو ترسره کونې سره وکولای شو د فیض فیضي له خوا په ۱۸ دقې کې د مساوي ګول ترلاسه کړي او همدارنګه په دوام کې، دا یار محمد ذاکر خیل وو چې د خپلې لوبډلې دوهم ګول هم ترسره کړ. 

د لوبې لومړۍ نیمه د ۲ – ۱ پایلې سره د میوند اتلان په ګټه پای ته ورسېدل. 

د میوند روزونکي له خوا د یوه لوبغاړي بدلون غوره پرېکړه د دې لامل شوه چې متین یوسفزی وکولای شي په ۴۶ دقې کې د خپلې لوبډلې دریم ګول ترلاسه کړي. وروسته له دې ګول، میوند ځینې نور بریدونه او ضد بریدونه ترسره کړه چې ټوله د موج‎های آمو د لوبغاړو له خوا دفع شوه. 

موج‎ها په دوهمې نیمې کې ګڼ شمېر فرصتونه په واک کې درلوده تر څو وکولای شي خپل ګولونه بېرته جبران کړي مګر د هغو زیاتره چانسونه یا د هغو سیال دفاعي کرښې له خوا دفع کېدل او یا هم بې‎ګټې پای ته رسېدل. له دې سره، عبدالجبار عرب‎زاده، وکولای شو په ۸۹ دقې کې، د خپلې لوبډلې لپاره دوهم ګول هم ترسره کړي. 

دواړې لوبډلې په غوره توګه ولوبېدې او لوبه په مساوي توګه د هغو په واک کې وه. 

د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۵ نېټه، د دوشنبې په ورځ په راتګ لوبې کې له دې لوبډلو څخه یوه لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته لاره مومي. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول