سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د طوفان پر وړاندې د اتلان ناڅاپه بریا

۱۸ وږی, ۱۳۹۵

«د میوند اتلان» د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د یوې ګرانې سیالۍ په لړ کې د «طوفان هریرود» سره مخامخ شو. د میوند اتلان د دې بریا او د ۳ امتیازونو ترلاسه کونې سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني ‎پړاو ته لاره وموندل. 

میوند او طوفان په خپل لومړني لوبو کې، د میدان ګټونکی وو او په دې لوبې کې یې هڅه وکړه تر څو هیڅ کومه خطا ترسره نه کړي. 

د طوفان هریرود لوبډله د شاهین آسمایي لوبډلې ته ماتې ورکونې سره ځان باندې ډېر ډاډ ترلاسه کړی وو ځکه چې دا لوبډله د افغانستان روشن یو له غوره لوبډلو څخه ده، له دې امله هغوی دا لوبه د بریا په تمه پیل کړه. د دې لوبډلې لوبغاړو د ډېر زیات زورور شوټونو سره بشپړې هلې‎ځلې وکړې تر څو د لوبې لومړی ګول او د میدان واکمني ترلاسه کړي. که څه هم، د هغو دا تلن‎لاره د ګټې وړ نه شوه او ډېر زیات طلایي فرصتونه یې له لاسه ورکړه او یا هم د هغو د سیال لوبډلې دفاعي کرښې د هغو له پرمختګ څخه مخ‎نیوی وکړ. 

د لوبې په ۱۸ دقې کې، یار محمد ذاکرخیل، د میوند پېژندل شوی هافبک، د یو پنالټي سره د طوفان ګول خلاص کړ. د میوند لوبغاړي د ګول ترسره کونې وروسته د لوبې د پایلې حفظ کونې لپاره، دفاعي تلن‎لاره خپله کړه. 

په داسې حال کې چې طوفان هریرود ۶۰ سلنه لوبه په واک کې درلوده، خو بیا هم دا لوبه د غرب استازي «د میوند اتلان» په ګټې پای ته ورسېدل. 

له دې بریا سره اتلان خپل د ډله‎ییز پړاو وروستې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ځي. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول