سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د طوفان هریرود او موج هاي آمو لوبډلو ترمنځ مهمه او حساسه لوبه

۶ وږی, ۱۳۹۸

نن، د ۱۳۹۸ کال د وږې میاشتې په ۶ مه نیټه، د افغانستان غوره لیګ دوه ځلې اتل، طوفان هریرود، د ځوان موج هاي آمو لوبډلې سره سیالي کوي. د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دوهمه لوبه ده. د طوفان هریرود لوبډله په خپل لومړۍ لوبه کې د سیمرغ البرز پروړاندې لوبه (۱-۰) ګټلی او موج هاي آمو د میوند اتلان لوبډلې سره خپله لومړۍ سیالۍ (۱-۱) برابره کړی ده.

د طوفان هریرود او موج هاي آمو لوبډلو ترمینځ ننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کیږي.

د پچي اچونې له مخې، دا دواړه لوبډلې د اتم څپرکې په (الف) ډله کې ځای په ځای شوي دي.

د نن ورځې لوبه د دواړه لوبډلو لپاره مهمه ده. د طوفان هریرود بریا د دوی لپاره دا آسانه کوي چې د سیالۍ راتلونکې پړاو ته په آسانه لاړ شي، مګر که دوی لوبه موج هاي آمو ته وبایلي، نو د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې د دوی دریمه سیالۍ به ورته سخته او پریکړه کوونکی شي.

په عین حال کې، د موج هاي آمو لوبډلې لومړۍ لوبې ته په کتلو سره، نننۍ لوبه دغې لوبډلې ته خورا حساسه ده. موج هاي آمو لوبډله د نن ورځې لوبې ګټلو هڅه کوي ترڅو دوی ته د لیګ راتلونکې پړاو ته تګ آسانه شي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

د دې پاڼې شریکول