سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د شاهین پر وړاندې د سیمرغ ګرانه سیالۍ

۴ تله, ۱۳۹۵

د افغانستان فوټبال فډراسیون، نن د یوې بلې هیجانوونکې سیالۍ شاهد اوسېږي. «شاهین آسمایي» د «سیمرغ البرز» پر وړاندې ځي. دا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو لومړۍ راتګ سیالۍ ده چې له غرمې نه وروسته په ۰۲:۳۰ خپرېږي.

د دې دوو لوبډلو تر منځ په تګ لوبې کې، شاهین د ۸ – ۱ پایلې سره سیمرغ ته ماتې ورکړه. که څه هم، سیمرغ د هغې لوبې په پیل کې تر خپل سیال مخکښ ښکاره شو مګر شاهین د پرله‎پسې بریدونو او ګولونو سره، سیمرغ د بریا څخه ناهیلی کړ. شاهین په لومړۍ نیمې کې ډېر په بې‎سارې توګه ۵ ځله د سیمرغ ګول خلاص کړ او همدارنګه په دوهم ۴۵ دقو کې یې، ۳ نور ګولونه هم ترسره کړه. له دې پایلې سره، سیمرغ ډېر کم چانس لري چې وکولای شي پایلني پړاو ته لاره ومومي.

سمیع الله محمدي، د شاهین کپټان، او کاوش حیدري، ګول ساتونکی، د شاهین دوې پېژندل شوي څېرې نن د دې لوبډلې په ترکیب کې شتون نه لري. که د سیمرغ لوبغاړي وکولای شي له دې چانس څخه ګټه پورته کړي، نو امکان لري ښه برخه ترلاسه کړي.

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو کې سیمرغ په خپل لومړۍ سیالۍ کې د ۳ – ۱ پایلې سره شاهین ته ماتې ورکړه. مګر د هغو ټولو ګولونو شمېر د هغې پایلې نیمایي هم نه برابروي چې هغوی په تګ لوبې کې د شاهین څخه ترلاسه کړه. د نن ورځې سیالۍ کې، سیمرغ نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدو لپاره یو قطعي ۸ – ۰ پایلې ته اړتیا لري.

شاهین د ۱۳۹۵ کال د تلې په لومړۍ نېټه د خپل ۸ – ۱ بریا سره نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدنې بشپړ چانسونه لري مګر په دې اړه د قضاوت لپاره اوس وختي دی.

د دې سیالۍ ننداره له لاسه مه ورکوئ! دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.

د دې پاڼې شریکول