سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سیمرغ البرز لپاره د پام وړ بریا، د میوند اتلان لپاره درنه ماتې

۹ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ اتم فصل د ډله‌ېیز پړاو د دویمې اونۍ په دریمه لوبه کې، سیمرغ البرز لوبډلې د میوند اتلان قوي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا د دواړو لوبډلو لپاره حساسه لوبه وه، ځکه چې سیمرغ البرز د طوفان هریرود سره د ډله‌ییز پړاو په لومړۍ لوبه کې له ماتې سره مخ شوی و، په داسې حال کې چې میوند اتلان خپله لومړۍ لوبه د موج های آمو پر وړاندې د ۱-۱ ګول سره مساوې ترلاسه کړی وه. له همدې امله، د دی سیالۍ ګټل د دواړو لوبډلو لپاره زیاته اړینه ده، ترڅو په  خپل ډله کې د ښه ځای خوندي کولو او همدارنګه د راتلونکي پړاو ته د تګ لپاره د ګټی ۳ امتیازونه لاس ته راوړي.

په لومړۍ نیمه کې د سیمرغ البرز لوبډلې طوفاني لوبه پیل کړه، چې په ۱۱ مه دقیقه کې، نعمت الله کریمي وکولې شو د میوند اتلان پر وړاندې د خپل لوبډلې په ګټه لومړې ګول ترسره کړی او د سیالۍ واک په لاس کې ونیسی. د میوند اتلان لوبغاړو لوبه ته بېرته راتګ ونشو کولي او لومړۍ نیمه یی د خراب فعالیت په ترڅ سیمرغ البرز ته له لاسه ورکړه.

د میوند اتلان لوبدلې دوهمه نیمه هم ضعیفه پیل کړه او د سیمرغ البرز پر ګول باندې څو فرصتونو یې را منځته کړ خو بریالې نشول چې سمه ګټه ترې واخلي. له بلې خوا، سیمرغ البرز لوبډله د لومړۍ نیمې په پرتله ډیر هڅول شوي ول او د ۸۰ ام دقیقې پورې یې لوبه ۱-۰ پايل سره ساتلې وه، په نهایت کې ، دا فرهاد سوګند و، چې  سکور کارت یې ۲-۰ ته بدل کړ او د اتلانو لپاره یی لوبې ته بیرته راتګ ستونزمن کړ. 

د سیمرغ البرز لوبغاړي درېدونکې نه ښکارېدل او خپلې پر له پسی بریدونو ته یی دوام ورکړ ترڅو د لوبې په ۸۷ مه دقیقه کې فرهاد سوګند خپل دوهم او د سیمرغ دریم ګول وواهه.

یو ځل بیا، د سیمرغ البرز لوبډلې د لوبې څلورم ګول ته لاره هواره کړه او لطف الله ابراهیمی په ۹۲ مه دقیقه کې یې ګول ترسره کړ.

یو په زړه پوري سیالۍ د سیمرغ البرز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او نعمت الله کریمی د سیالۍ غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول