سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر بازان د ۱۳۹۵ کال د اتل پر وړاندې لوبېږي

۱۶ وږی, ۱۳۹۶

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال د پيل مراسم، نن د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۶ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. د پیل مراسم وروسته، د شپږم څپرکې د ډله‎ییز پړاو لومړنې سیالۍ د شاهین آسمایي او د سپین‎غر بازان لوبډلې تر منځ ترسره کېږي. 

د ۱۳۹۶ کال پچې اچونې پر اساس، د سپین‎غر بازان او شاهین آسمایی، د موج‎های آمو او عقابان هندوکش سره په «الف» ډلې کې ځای وموند. 

که څه هم د سپین‎غر بازان لوبډله له خواشینۍ سره د پنځم څپرکې په لومړني پړاوونو کې ډېر ژر حذفه شوه، خو ښایي سږ کال دا سیالۍ د پنځم څپرکې د اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې، شاهین آسمایي لپاره یو له تر ټولو ګرانه سیالۍ وي. 

د دریو پړاوونو پرلپسې اتلولۍ سره، شاهین آسمایي د افغانستان غوره لیګ کې د پام وړ ځای لري. د پنځم څپرکې په پایلنې سیالۍ کې، «شاهین آسمایي» خپل سیال «د میوند اتلان» ته د ۲ – ۱ پایلې سره ماتې ورکړه. 

مجتبی فیض، د شاهین آسمایي روزونکي وویل: «ټولو لوبغاړو په کابل کې ډېر ګران تمرینونه ترسره کړي. موږ په دې څپرکې کې هم بریا ته ډاډه یو. هغه ټینګار وکړ؛ د تېر کال په پرتله، د لوبډلې په ترکیب کې ۳۰ سلنه بدلون څرګنده دي. د خپل ځوانو لوبغاړو سره به موږ مخکښ ووسو.»

د هېواد د ختیځ زون استازې، د سپین‎غر بازان لوبډله د ۱۳۹۵ کال د بهیر د تکرار په تمه او د سږ کال په سیالیو کې د پام وړ بریا په هیله کابل ښار ته رارسېدلې. سید فهیم افتخار، د سپین‎غر بازان کپټان وویل: «موږ سږ کال د لوبډلې په ترکیب کې ګڼ‎شمېر بدلونونه راوېستي، کېدای شي ووایو ۷۰ سلنه بدلون راوېستل شوی. د سپین‎غر بازان لوبډلې ټوله لوبغاړي تکړه ځوانان دي او د پام وړ انګېزه لري. موږ به سږ کال د شور څخه ډک پيل ولرو.» 

تېر کال، بازان لوبډله په ډله‎ییز پړاو کې حذفه شوه، څرنګه چې د ۰ – ۲ پایلې سره یې د موج‎های آمو لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړل او د سیمرغ البرز او عقابان هندوکش لوبډلې پر وړاندې یې خپلې سیالۍ په مساوي توګه پای ته ورسولې. 

د غوره لیګ د پیل مراسم او همدارنګه د شاهین آسمایي او د سپین‎غر بازان لوبډلې سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. دا بهیر په آنلاین توګه د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې کې هم خپرېږي. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) لایک کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.  

د دې پاڼې شریکول