سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبډلي د نیمه پای سیالیو ته د لارې موندنې لپاره هڅه کوي

۱۸ وږی, ۱۳۹۸

نن، د ۱۳۹۸ کال د وږې د میاشتې ۱۸ مه، د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې د ډله‎ییز پړاو په وروستۍ سیالۍ کې د عقابان هندوکش او د سپین غر بازان لوبډلو تر مینځ، د نیمه پای پړاو ته د لارې موندنې لپاره په زړه پورې سیالۍ ترسره کېږي. 

د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دریمه سیالۍ ده. په خپلو تېرو دوو سیاليو کې، عقابان هندوکش، د شاهین آسمایي پیاوړې لوبډلې پر وړاندې لوبه له لاسه ورکړي او د اباسین څپې لوبډلې ته یې ماته ورکړي ده. له بلې خوا، د سپین غر بازان لوبډله تر دی دمه د اباسین څپې پر وړاندې لوبه ګټلې او د شاهین آسمایي پر وړاندې خپله لوبه بایللې ده.

د عقابان هندوکش او د سپین غر بازان لوبډلو ترمینځ نننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کېږي.

نننۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره خورا ارزښتمن ده، هره لوبډله چې د دغې لوبې ګټونکی شي راتلونکې پړاو ته لاره مومي. عقابان هندوکش، هغه لوبډله چې په تېرو څپرکیو کې دوهم اتل سرلیک خپل په لړۍ کې ثبت لري، ډېر زیار به وباسي چې د نننۍ سیالۍ ټول ۳ امتیازونه ترلاسه کړي او راتلونکې پړاو ته خپل تګ حتمي کړي. د عقابان هندوکش لوبډله یو همغږه لوبډله ده او ځوان لوبغاړي خپل ترکیب کې لري. له بلې خوا، د سپین غر بازان څلورم څپرکې کې د اتلولې سرلیک یې ترلاسه کړې دی سږ کال ځوان او همدارنګه د ملې ټیم لوبغاړي په خپل لوبډله کې لري او تر آخرین حده زیار وباسي تر څو نننۍ لوبې کې بریا ترلاسه کړي. 

نننۍ سیالې تر دی دمه د اتم څپرکې یو له تر ټولو حساسه او په زړه پورې سیالۍ ده او دواړه لوبډلي د ۳ امتیازونو لاس ته راوړلو لپاره میدان ته ځي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼي کې په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښې لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ په اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول