سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د سپین‎غر بازان لپاره اړینه سیالۍ

۲۳ تله, ۱۳۹۷

د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې یوه بله هیجانوونکې شپه په لارې ده. شاهین آسمایي، د مرکز زون استازې او د تېر څپرکې اتله لوبډله نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۳ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون استیدیوم کې د سپین‎غر بازان پر وړاندې ځي. 

شاهین آسمایي په ډله‎ییز پړاو کې تر اوسه پورې دوې سیالۍ ترسره کړي. نوموړې لوبډلې د ۲ – ۰ پایلې سره موج‎های آمو ته او په دوهمې سیالۍ کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره اباسین څپې ته ماتې ورکړه، او اوس‎مهال «الف» ډلې کې شپږ امتیازونه لري.

د سپین‎غر بازان په ډله‎ییز پړاو کې خپلې لومړنې سیالۍ کې د ۳ – ۲ پایلې سره د اباسین څپې پر وړاندې ماتې وخوړل او د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره د موج‎های آمو پر وړاندې ودرېدل. اوس یوازې د یو امتیاز سره، نوموړې لوبډله په خپل اړوند ډلې کې پاته کېدنې لپاره، باید د نن ورځې سیالۍ ګټونکې شي تر څو نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره خپل شانس زیات کړي. 

"موږ د «الف» ډلې څخه همدا اوس نیمه‎پایلني پړاو ته لاره موندلې، مګر د دې لپاره چې ټوله لوبغاړي مو د لوبې فرصت ترلاسه کړي، د نن ورځې سیالۍ کې، هڅه کوو تر څو هغو ځووانانو ته د لوبې شانس ورکړو چې د ملي لوبډلې ۱۹ کلن او ۲۱ کلن ټولګو کې ځای لري. موږ د خپل شعار پر اساس چې شاهین آسمایي تل د بریا لپاره میدان ته د ننه کېږي، همدارنګه د دې لپاره چې وکولای شو د «الف» ډلې نوملړ په سر کې ځای ولرو او وروستۍ لوبه مو تر یوه حده پورې آسانه شي، په بشپړه توګه چمتو یو او ځوانان مو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کوي". هغوی زیاته کړه: «زموږ سیاله لوبډله، د یوې بایلې او یو مساوي لوبې سره، همدارنګه د دې لپاره چې وکولای شي خپل مینه‎وال خوشاله کړي او درې امتیازونه ترلاسه کړي، دې میدان کې د بریا لپاره هلې‎‎ځلې کوي مګر په هره توګه، د سپین‎غر بازان ښه لوبډله ده او زیاتره ځوانان یې د پلازمېنې لوبغاړي دي. هیله‎من یو چې موږ د دې سیالۍ ګټونکي شو». 

د شاهین آسمایي او سپین‎غر بازان تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې  (Afghanpremierleague.official)څخه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي. 

 

 

د دې پاڼې شریکول