سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د تېر کال اتل خپله وړتیا جوته کړه

۲۴ تله, ۱۳۹۷

د حاجي معروف رستموف ځلمیان، د تېر کال اتلان او د پلازمینې استازي، په ډله‎ییز پړاو کې خپلې دریمې او ورستۍ کتنې کې، د سپین‎غر بازان لوبډلې سره ولوبېدل او د ۳ – ۱ پایلې سره یې یادې لوبډلې ته ماتې ورکونې سره، درې نور امتیازونه په خپل نامه ثبت کړل، او د «الف» ډلې څخه د تر ټولو زیات امتیازونو سره یې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. دا په زړه پورې سیالۍ، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۳ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه.

دواړو لوبډلو له دې نه وړاندې د «الف» ډلې دوو نورو لوبډلو، د اباسین څپې او موج‎های آمو پر وړاندې، چې هره یوه په ترتیب سره ۳ او ۱ امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي، سیالۍ ترسره کړې. شاهین د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې لومړنې سیالۍ کې د موج‎های آمو پر وړاندې ولاړه، او د ۲ – ۰ پایلې سره یې یادې لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو بلې خوا ته، د سپین‎غر بازان په خپل دوهمې سیالۍ کې چې د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې اوومه سیالۍ وه، د یادې لوبډلې پر وړاندې ولوبېدل او لوبه یې د مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. د سپین‎غر بازان خپلې لومړنې سیالي کې، چې د ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ وه، د اباسین څپې پر وړاندې ولوبېدل او د ۳ – ۲ پایلې سره یې ماتې وخوړل، مګر شاهین آسمایي په خپلې دوهمې سیالۍ کې، چې د ډله‎ییز پړاو پنځمه سیالۍ وه، د نوموړې لوبډلې پر وړاندې ولاړه او د ۱ – ۰ پایلې سره یې ماتې ورکونې سره درې نور امتیازونه هم ترلاسه کړل. نوموړې دوې لوبډلې، موج‎های آمو او د اباسین څپې په ۲۵ نېټه د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

د سپین‎غر بازان د شاهین آسمایي له‎خوا د لوبې د پیل څخه ډرېبل کېدنې ته محکوم وه. د لوبې لومړني کمزوري بریدونه ټول د سپین‎غر بازان لوبډلې د پیاوړي سیال له‎خوا ترسره شول، په داسې حال کې چې، د سپین‎غر بازان هم د ضد بریدونو هیڅ یو فرصت ضایع نه کړ، مګر کومه ګټه یې هم ترلاسه نه کړه او خپل سیال یې په هیڅه توګه د ګواښ سره مخامخ نه کړ.

د لوبې لومړني ۴۵ دقیقو په لړ کې، دواړې لوبډلې میدان باندې په مساوي کچه واکمنې وې او د یو بل پر وړاندې یې ګړندې او جدي مبارزه وکړه، مګر هیڅ یوې و نه شو کولای کوم ګول ترسره کړي، که څه هم، شاهین آسمایي زیاتره واکمنه ښکاره شوه او سیاله لوبډله یې په پرلپسې توګه وارخطا وه او یوازې یې د ضد بریدونو څخه د خپل سیال اغېزمن کونې په موخه ګټه پورته کړه. لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.

د اباسین څپې په څرګنده توګه دوهمه نیمه د پام وړ جدیت او ښایي د خپلې خپرونې سره سم د بریدونو ترتیب لپاره او د دفاعي کرښې په اړه هوساینې سره پیل کړه. څرنګه چې، د شاهین آسمایي تجربه لرونکي لوبغاړي د ډېرې حوصلې سره، یوازې د غوره فرصتونو په لټه کې لوبېدل.

بلاخره ناصر حسیني د یو ډېر غوره برید په ترڅ کې چې د ملګرو له‎خوا یې ترتیب شو، په ۵۹ دقیقې کې، د لوبې لومړنی ګول ترسره کړ.

مګر د سپین‎غر بازان چمتو نه وه چې دومره ژر خپله بایله ومني، او ۱۵ دقیقو وروسته، هدایت الله قریشي د کاوش حیدري د ګول په لور یوې آزادې ضربې څخه په ګټې اخیستې، او د یو ډېر پیاوړي – کره شوت سره د برابرۍ ګول ترسره کړ.

شاهین آسمایي، له دې ګول وروسته ډېره جدي شوه او د لوبې تر پایلني شېبو پورې یې، په پرلپسې توګه د خپل سیال د ګول په لور بریدونو ترسره کړل، چې په پایلې کې یې، یوه پنالټي ضربه ترلاسه کړه. انور اکبري دا پنالټي شاټ ترسره کړ او خپله لوبډله یې مخکښ کړه، څرنګه چې له دې ګول وروسته ډېر ژر، د لوبې اضافي وخت کې، د شاهین آسمایي لوبغاړو د خپل سیال د ګول خوا ته د هڅو داوم لپاره ډېره انرژي او لېوالتیا درلوده، او بلاخره دا هڅې په ۹۴ دقیقې کې د ګتې وړ شوې، څرنګه چې حشمت الله بارکزي د لوبې دریم او وروستی ګول ترسره کړ.

په داسې حال کې چې د سپین‎غر بازان لوبډلې لپاره د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو کې همدا د پای ټکی وو، شاهین آسمایي، د ۳ – ۱ پایلې او درې نور امتیازونو ترلاسه کونې سره د «الف» ډلې په سر کې یو ځل بیا نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل.

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)   کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)  کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com)  ته مراجعه وکړئ.

 

 

 

د دې پاڼې شریکول