سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د موج های آمو او سیمرغ البرز لوبډلو تر منځ پریکړه کونکي سیالۍ

۱۷ وږی, ۱۳۹۸

نن ، د ۱۳۹۸کال د وږی میاشتې په ۱۷ مه، د سیمرغ البرز پیاوړې لوبډله د موج های آمو لوبډلې سره سیالي کوي. د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دریمه سیالۍ ده. په خپلو تېرو دوو  سیالیو کې، سیمرغ البرز، طوفان هریرود پر وړاندې لوبه له لاسه ورکړي او د میوند اتلان لوبډلې ته ۴-۰ په توپیر ماته ورکړي ده. له بلې خوا، د موج های آمو لوبډله تر دی دمه د میوند اتلانو پر وړاندې لوبه مساوي او د طوفان هریرود پر وړاندې لوبه د ۳-۲ په توپیر بایللې ده.

د موج های آمو او سیمرغ البرز لوبډلو ترمینځ نننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کیږي.

نننۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره خورا ارزښتمن ده، هره لوبډله چې د دغې لوبې ګټونکی شي راتلونکې پړاو ته لاره مومي. سیمرغ البرز، هغه لوبډله چې په تېرو فصلونو کې د اتلولۍ ډیرې سرلیکونه یې لاسته راوړې دې، ډېر زیار به وباسي چې د نننۍ سیالۍ ټول ۳ امتیازونه ترلاسه کړي او راتلونکې پړاو ته تګ حتمي کړي. د سیمرغ البرز یو همغږه لوبډله ده او ځوان لوبغاړي خپل ترکیب کې لري. له بلې خوا، د موج های آمو لوبډله هم ځوان لوبغاړي لري او د ملي ټیم لوبغاړی حشمت الله بارکزۍ خپل ترکیب کې لري او د ټیم  د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې کې در دې دمه په زړه پورې سیالۍ یې نندارې ته وړاندې کرې دي. 

نننۍ سیالې تر دی دمه د اتم څپرکې تر ټولو حساسه او په زړه پورې سیالۍ ده او دواړه لوبډلې د ۳ امتیازونو لاس ته راوړلو لپاره میدان ته ځي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼي کې په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښې لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ په اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول