سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

د طوفان هریرود لپاره د پام وړ بریا، د میوند اتلان لپاره درنه ماتې

۱۴ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ اتم فصل د ډله‌ېیز پړاو په نهمه لوبه کې، طوفان هریرود لوبډلې د میوند اتلان قوي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په داسې حال کې چې دغه لوبه پرېکړه کوونکې سیالۍ نه ده مګر د دواړه لوبډلو د مینوالو لپاره ډېره حساسه سیالۍ ده. طوفان هریرود  خپل لومړۍ سیالۍ یی د سیمرغ البرز او دویمه سیالۍ یی د موج هاي آمو ځوان لوبډلې څخه د ۳-۲ په توپير وګټله. په داسی حال کې چې میوند اتلان خپله لومړۍ لوبه د موج های آمو پر وړاندې د ۱-۱ ګول سره مساوې او دویمه لوبه کی د سیمرغ البرز لوبډلې پروړاندې د ۴-۰ په توپير له سختې ماتې سره مخ شوی وه.

په لومړۍ نیمه کې د طوفان هریرود لوبډلې طوفاني لوبه پیل کړه، مګر د ناصر فراهی لخوا د یوې خطا په ترڅ کې خپله دروازه خلاصه شوه او د میوند اتلان لوبډله د ۱-۰ سره مخکښ شول. طوفان هریرود لوبډله د دغې ګول وروسته لا وهڅول شول او لوبه یی لا تیزه کړه. د لوبې په ۲۷ مه دقیقه کې، د طوفان هریرود لوبډل مشر، معروف محمدي وکولې شو د لوبې مساوې ګول ترسره کړې. د طوفان هریرود لوبډله دریدونکې نه ول او د لوبې په ۴۵ مه دقیقه که فرهاد عادل یو بل ښکلې ګول ترسره کړ او لومړۍ نیمه یی ۲-۱ په توپیر پای ته ورسوو. 

 د میوند اتلان لوبډلې، دوهمه نیمه یی د لومړۍ نیمې په پرتله ډېر ښه او هڅې سره پیل کړه، د لوبې بشپړ کنټرول یی ترلاسه کړې وه، دوی وتوانېدل د طوفان هریرود پر ګول جدي خطرونه رامېنځته  کړي، مګر په خواشیني سره د ګول په وهلو کې پاتې راغلل. د سیالۍ په ۷۶ مه دقیقه کې، یو ځل بیا د طوفان هریرود لوبغاړې، حسیب الله احدی، یو عالی شوټ سره په زړه پورې ګول ترسره کړ او د میوند اتلان لوبډلې لپاره کار لا سخته شوه. د طوفان هریرود درېیم ګول وروسته لوبه لا جذابه او خونده وره شوه، د میوند اتلان لوبډله د لاسه ورکولو لپاره هیڅ څه نه درلوده او په ټول توان سره یی د طوفان هریرود پر وړاندې بریدونه یی پیل کړل، مګر بیا هم بریالۍ نه شول چې کوم ګول ترسره کړي.

یو ځل بیا، د طوفان هریرود لوبډلې د لوبې څلورم ګول ته لاره هواره کړه او رحمت الله خیرخواه په ۹۴ مه دقیقه کې یې ګول ترسره کړ.

یو په زړه پوري سیالۍ د طوفان هریرود لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او حسیب الله احدي د سیالۍ غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

د دې پاڼې شریکول